د بلخ په شولګره ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د شنبې شپې په لسو بجو په يوه میلمستیا چې په هغه کې د ولسي پاڅون او سيمهيیزو پولیسو غړو ګډون کړی وو بريد کړی دی او ۱۷ تنه ولسي پاڅون کوونکی او ۱ سيمه ييز پوليس يې وژلی دی.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شيرجان دراني کلید ته وویل، دغه برید د وسلهوالو طالبانو له لوري د شپې له لوري په یوه ميلمستیا ترسره شوی دی چې په ترڅ کې يې ۱۸ تنه وژل شوي او يو شمېر نور هم ټپيان دي.
درانی زیاتوي، د څېړنې ډله سيمې ته لېږل شوې چې د برید په تړاو معلومات لاسته راوړي.
د بزبای کلی د شولګرې ولسوالۍ يو لرې کلی او سرپل ته نيږدې موقعيت لري او ویل کېږي دغه کلی د شولګرې ولسوالۍ له ناامنو کليو ګڼل کېږي.