د فراه ولايتي چارواکي وايي، د يوناما دفتر يو ځل بيا په دې ولايت کې خپل کار پيل کړى دى.
د فراه د والي وياند ناصر مهري کليد ته وويل، اوس مهال د ملګرو ملتونو دا مرستندوى دفتر د شپږو مياشتو لپاره په دغه ولايت کې پرانيستل شوى دى.
مهري زياته كړه، د فراه والي شاه جهان د يوناما له مسوولې سره د ليدنې په مهال د ياد دفتر د بيا پرانيستې په اړه خوښي څرګنده کړه او له هغې يې وغوښتل، چې هلته د حکومتولۍ، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې خپل فعاليتونه زيات کړي.
د فراه د والي وياند وايي، مخكې په دې ولايت كې د يوناما دفتر د ناامنۍ له كبله خپل فعاليت بند كړى و.
د هغه په وينا، دوى هڅه كوي، چې د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر تل په فراه كې فعال وي.
د يادونې وړ ده، چې يوناما له تېرو پنځلسو كلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ