ads

د غزني ـ کندهار، د قيصار ـ دره بوم سړک جوړولو او ننګرهار او کونړ ته د برېښنا د لېږد ۳ هوکړه ليکونه لاسلک شول

ارګ کې د اقتصاد د عالي شورا غونډه کې د غزني ـ کندهار سړک د ترمیم، د قیصار ـ دره بوم سړک د جوړولو پروژه او له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین هوکړه ليکونه لاسلیک شول.

نویسنده: sarwan
26 لیندۍ 1396
د غزني ـ کندهار، د قيصار ـ دره بوم سړک جوړولو او ننګرهار او کونړ ته د برېښنا د لېږد ۳ هوکړه ليکونه لاسلک شول

ارګ کې د اقتصاد د عالي شورا غونډه کې د غزني ـ کندهار سړک د ترمیم، د قیصار ـ دره بوم سړک د جوړولو پروژه او له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین هوکړه ليکونه لاسلیک شول.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غزني ـ کندهار سړک ترمیم موافقتنامه د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیاپراختیایي بانک سرپرستې شاني کمپبیل ترمنځ لاسليک شوه، چې دا د ټرانسپورټ سکټور د لا پیاوړتیا لپاره د اسیا پراختیايي بانک له ۳۰ اعشاريه ۳ میلیونه ډالرو  بلاعوضه مرستو څخه ده، چې ۳۰ میلیونه ډالر یې د اسیا پراختیایي بانک او صفر اعشاريه ۳ میلیونه ډالر یې د افغانستان دولت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د مالیې وزیر او د اسیا پراختیایي بانک سرپرستې د قیصار ـ دره بوم سړک جوړولو پروژې موافقتنامه  هم لاسلیک کړه، چې دا سړک ۱۵۱ کیلومټره اوږدوالی لري او د اسیا پراختیایي بانک له ۳۳۰ میلیون ډالرو بلاعوضو مرستو تمویلېږي او جوړول یې د مرکزي اسیا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو(CAREC) د برنامې  د ستراتیژیو یوه برخه هم ده.
په دې پروژه کې ۴ میلیون ډالر د افغانستان دولت له بوديجې هم لګول کېږي، چې  ټول۳۳۴ میلیون ډالر کېږي.
یاده پروژه د ټولګټو چارو وزارت تطبیقوي او د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې یې کار پیل او د ۲۰۲۲ کال تر ډېسمبر پورې به دوام وکړي.
سرچينه همداراز زياتوي، اکليل حکيمي او شاني کمپبیل له کابل څخه ننګرهار او کونړ پورې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال لین مواققتنامه هم لاسلیک کړه، چې دا پروژه هم د افغانستان  دولت او اسیاپراختیایي بانک تر منځ د انرژۍ سکټور د لا پیاوړتیا لپاره د انرژي تامین د ښه والي د پانګونې  پروګرام څلورم قسط د  ۶۰ میلیونه ډالرو بلاعوضه مرستو څخه ده.
د دې پروژې له بشپړولو سره له ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه ۳۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د هېواد ختیځ ته انتقالېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA