د باميان ولايت په بند امير کې د سولې او دوستۍ جام په نوم له پنځو ولايتونو د شپږو لوبډلو ترمنځ د واټرپلو او لامبو وهنې دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې.
د هېواد د بدني روزنې مسوولين وايي، د واټرپلو او لامبو وهنې په دې پړاو سياليو کې له کابل، هرات، بلخ، دايکندي او باميان ولايت څخه ۱۳۰ تنه ورزشکارانو ګډون وکړ، چې په دې سياليو کې کابل لومړی مقام وګاټه او په ترتيب سره هرات، بلخ، دايکندي او باميان ولايتونو دويم، درېيم، څلورم او پنځم مقامونه خپل کړل.
د هېواد د بدني روزنې او لامبو وهنې فدراسيون رئيس قاسم حميدي د يادو لوبو د ترسره کولو هدفونه په هېواد کې د واټرپلو او لامبو وهنې د ورزش ترويج، د سولې د پيغام لېږل، يو بل زغمل او د مختلفو قومونو ترمنځ دوستي ياد کړل.
د يادولو ده، چې بند امير کې د لامبو وهنې لوبه د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه، چې د لوبغاړو له ډلې په کابل کې د لامبو وهنې د ملي لوبډلې غړى علي اصغر حسيني وتوانېد، چې ياده فاصله په ۸ دقيقو او ۴۰ ثانيو کې ووهي او لومړی مقام خپل کړي.