په بادغيس ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې څلور طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
د بادغيس د والي وياند ظاهر بهاند کليد ته وويل، نښته د ياد ولايت د آب کمري ولسوالۍ د شاباشک سيمې په پهلوان كلي كې هغه مهال رامنځته شوه، چې امنيتي ځواکونه پر ګډو تصفيوي عملياتو بوخت وو.
د هغه په وينا، په دې جګړه كې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د بادغيس د والي وياند زياته كړه، يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
بادغيس د هېواد په لوېديځ كې له نسبتاً نا امنه ولايتونو څخه دى، چې طالبان يې په ځينو ولسواليو كې پراخ شتون لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ