ترکيه وايي، چې خپل ملګري هېواد قطر سره به هر ډول مرسته وکړي او چا ته به اجازه ور نه کړي، چې د دغه هېواد حقونه تر پښو لاندې کړي.
د ترکيې د دفاع وزير په انقره کې له قطري چارواکو سره د کتنې په مهال ويلي، چې ټول خليجي هېوادونه بايد پخپلو کې د وروګلوۍ فضا رامنځته کړي.
ترکيې قطر ته له خوراکي توکو ډكې يو شمېر کارګو الوتکې هم استولي او ژمنه يې کړې، چې دا لړۍ به دوام پيدا کړي.
په ورته وخت کې امريکا د قطر لانجې د حل غوښتنه کړې ده.
سعودي عربستان، مصر، بحرين او متحده عربي اماراتو قطر تورن کړى، چې له ترهګرو ډلو او ايران سره اړيکې لري.
يادو هېوادونو پر قطر اقتصادي او سياسي بنديزونه لګولي، چې دا مهال له سختو ستونزو سره مخ شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ