یو شمېر ډلې ټپلې چې نه غواړي افغان نجونې زده کړې ترلاسه کړي او سبا د خپل هېواد په برخلیک ټاکلو کې رغنده ونډه ولري، هڅه کوي چې په ښوونځيو او لېسو کې افغان نجونې مسمومې کړي.
په یوه تازه پېښه کې تېره دوشنبه د میدان وردګ ولایت د بهسودو ولسوالۍ د پای هلمند په ښوونځي کې ۲۲ زده کوونکي مسموم شوي دي. د پوهنې وزارت وايي چې په دې پېښه کې ۱۸ نجونې هم مسمومې شوې چې د درملنې لپاره نيږدې روغتونونو ته لېږدول شوې دي.
د پوهنې وزارت دا یو احتمالي مسموميت بللی دی، خو په دغه ولایت کې په تېرو کلونو کې د ورته پېښو په بنسټ باید دغسې پېښې جدي وګڼل شي.
په ۱۳۹۴ کال کې په دغه ولایت کې د یوه ښوونځي ۳۱ نجونې او په ۱۳۹۵ کال کې کابو ۶۰ نجونې د ډېرو ترخو زهري موادو د تنفس کولو له کبله مسمومې شوې وې.
میدان وردګ هغه ولایت دی چې له دوو لسیزو راپديخوا د هېواد په لوړو تعلیمي موسسو کې یو څه ډېر شاګردان لري او دا د دې ښکارندويي کوي چې د دې سیمې خلک په ډېرو بدو امنيتي حالاتو کې هم خپل بچیان د تعلیم ترلاسه کولو ته هڅولي دي.
د افغانستان دښمنان چې نه غواړي افغانان د پوهې او تعلیم څښتنان شي، د خپلو ګوډاګیانو په لاس هڅه کوي چې د بېلابېلو پېښو په رامنځته کولو سره د دغه بهیر مخه ونيسي.
په تېرو دوو درېيو لسیزو کې موږ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د دې شاهدان وو، چې د افغان نجونو زده کوونکو پرمخ یا تیزاب شیندل شوي او یا هم مسموم کړای شوې دي.
ښايي د پوهنې وزارت په انګېرنه د هوا د ډېرې ګرمېدو په نسبت وروستۍ پېښه د مسموميت یوه احتمالي پېښه وګڼل شي. خو د مسموميت پخوانيو پېښو ته په کتلو سره په کار ده چې داسې مسايلو ته په جدی سترګه وکتل شي او په ښوونځيو په تېره د نجونو په ښوونځيو کې د امنيتي خوندیتوب پر اصل ټینګار لا نور زیات شي. ځکه پرته له دې ښايي لا نور هم له داسې ستونزو سره مخامخ شو.
په تېرو کلونو کې چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د مسمومیت او یا نورې کومې پېښې رامنځته شوې، چارواکو ژمنه کړې چې په اړه يې څېړنې کوي. د څېړنو مقصد دا وي چې پېښه څنګه رامنځته شوې، عوامل يې څوک وو او د مخنیوي لارې چارې يې څه دي. خو متاسفانه لکه په نورو برخو کې په دې برخه کې هم د څېړنو پايلې له ولس سره شريکې شوې نه دي. داسې يو څه د دې سبب ګرځي چې ورانکارې ډلې موقع ته په کتلو سره بیا بیا ورته پېښې رامنځته کړي. ځکه زموږ چلند هغوی ته دا فکر ورکولای شي چې موږ د داسې پېښو په وړاندې ډېر نه جدي کېږو او په ښوونځيو کې له هر لحاظه امنيتي خونديتوب ته لومړيتوب نه ورکوو.
د افغانستان دښمنان چې نه غواړي په افغانستان کې ثبات او پرمختګ رامنځته شي، تل هڅه کوي هغه بنسټونه په نښه کړي چې سبا ته د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره لار پرانېزي. که موږ پخپلو تعلیمي بنسټونو کې د امنيتي خونديتوب مسالې ته لومړيتوب ورکړو او له ځانه جدیت وښيو، نو سبا ته به مو د نړۍ په کچه د یو با ثباته او پرمختللي افغانستان ډاډ او تضمين ورکړی وي.