ads

د ځمکو نشت پانګونه ګواښي

د کلید ګروپ د موندنو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۶لوی او د غاليو درې کوچني صنعتي پارکونه موجود دي چې له دې ډلې یوازې ۸صنعتي پارکونه په بېلابېلو ولایتونو کې فعال او پاتې نور لا هم غیرفعال دي خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د سوداګرۍ خونې او د صنعتکارانو ټولنې چارواکي لا هم دا معلومات نه لري چې د دغه فعالو پارکونو څو جريبه ځمکې يې په سوداګرو وېشلې او څومره پانګونه پکې شوې ده، ددې چارواکو په خبره یوازې د هرات صنعتي پارک په مجهزو وسایلو سمبال او نور ټول صنعتي پارکونه په ډېره ټیټه کچه د خدمتونو وړاندې کولو جوګه دي.

نویسنده: sarwan
21 غبرګولی 1396
د ځمکو نشت پانګونه ګواښي

د کلید ګروپ د موندنو له مخې دا مهال په افغانستان کې ۱۶لوی او د غاليو درې کوچني صنعتي پارکونه موجود دي چې له دې ډلې یوازې ۸صنعتي پارکونه په بېلابېلو ولایتونو کې فعال او پاتې نور لا هم غیرفعال دي خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د سوداګرۍ خونې او د صنعتکارانو ټولنې چارواکي لا هم دا معلومات نه لري چې د دغه فعالو پارکونو څو جريبه ځمکې يې په سوداګرو وېشلې او څومره پانګونه پکې شوې ده، ددې چارواکو په خبره یوازې د هرات صنعتي پارک په مجهزو وسایلو سمبال او نور ټول صنعتي پارکونه په ډېره ټیټه کچه د خدمتونو وړاندې کولو جوګه دي.
په همدې حال کې د صنعتکارانو ټولنه وایي د ملي یووالي حکومت له دوی سره په کړو ژمنو کې پاتې راغلی. دغه ټولنه زیاتوي چې ځمکه، امنیت او برېښنا د پانګونې لپاره اساسي شرطونه دي چې باید حکومت د پانګوالو لپاره برابر کړي وای خو تر دې مهاله په دې برخه کې حکومت جدي ګامونه نه دي پورته کړي، د صنعتکارانو د ټولنې چارواکي وایي، د ملي یووالي حکومت سوداګرو ته د ځمکو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو تر دې مهاله یوه سوداګر ته هم ځمکه نه ده ورکړل شوې په ورته وخت کې د سوداګرۍ خونې چارواکي هم د صنعتکارانو د ټولنې خبرې تاییدوي، دوی زیاتوي چې د ایسا ادارې په له منځته تګ سره د ځمکو د وېش لړۍ ورو شوې ده او له حکومت غواړي څو د سوداګرو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.
له بلې خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي دا خبرې بې بنسټه بولي او وايي په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې یې افغان سوداګرو ته ځمکې وېشلې دي، د دغه وزارت د چارواکو په خبره په کابل ښار کې د ځمکو د کمښت له کبله حکومت په دې نه دی توانېدلی چې یو شمېر سوداګرو ته د پانګونې لپاره ځمکې برابرې کړي. دوی وایي پانګوال په مرکز کې ځمکې غواړي او د دوی دغه غوښتنې د دې سبب شوې دي چې په ولایتونو کې ځمکې له وېش څخه پاتې شي.
همدا راز د دغه وزارت چارواکي خبر ورکوي چې تر راتلونکو دوو میاشتو به په پلازمېنه کابل کې حکومت له خصوصي سکټور سره په ګډه همکارۍ د یو لوی صنعتي پارک د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړي چې د دغه ځمکو په وېش سره به په کابل ښار کې د سوداګرو لپاره د ځمکو د کمښت ستونزه حل شي، دوی همدا راز وایي د سوداګرۍ وزارت په یو طرحه کار کوي چې د هغه له مخې به هغې کسانو ته چې په افغانستان کې نوې پانګونه کوي، د پانګونې لپاره ورته حکومت ځمکه او د درېیو کلونو لپاره ماليات بښي. په همدې حال کې د جمهوري ریاست دويم مرستیال محمد سرور دانش وایي افغان حکومت د سوداګرو لپاره د هر اړخیز امنیت راوستلو ته ژمن دی او په هر ډول شرایطو کې به له سوداګرو سره ولاړ وي.
پاتې دې نه وي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، له هغه پانګوالو به ورکړل شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او نورو پانګوالو ته به یې ورکړي کوم چې د څو کلونو په تېرېدو سره یې پکې پانګونې نه دي کړې، خو له دې وزارت سره تر دې مهاله داسې معلومات نشته چې په دغه پارکونو کې څومره داسې ځمکې موجودې دي چې په هغه کې پانګونه نه ده شوې.
لوی صنعتي پارک جوړېږي
د سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ صنعتي پارکونه موجود دي چې له دغه ډلې ۸ صنعتي پارکونه چې دوه په کابل، دوه په ننګرهار، ۲ په کندهار، یو په هرات او يو هم په بلخ ولایت کې فعال او پاتې نور لا هم غیر فعال دي، د سوداګرۍ خونو ویاند صیام الدین پسرلی وایي: ((له دغه ۸ فعالو صنعتي پارکونو یوازې د هرات صنعتي پارک په مجهزو وسایلو سمبال او نور ټول په ډېره ټیټه کچه د خدمتونو وړاندې کولو جوګه دي.))
په ورته وخت کې د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی هم سوداګرو ته د ځمکو په وېش کې د ملي یووالي حکومت په پاتې راتګ خبرې کوي: ((په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په وردګو، لوګر، ننګرهار د سرشاهي او شیخ مصري پارک، د سنجد درې پارک او د هرات څلورم پاز صنعتي پارکونه پرانستل شول، خو تر دې مهاله یوازې د ننګرهار شیخ مصري پارک کې پانګونه شوې ده او پاتې نور صنعتي پارکونه لا هم غیر فعال او ځمکې یې په سوداګرو نه دي وېشل شوې.)) د سوداګرۍ خونو ویاند صیام الدین پسرلی هم د صنعتکارانو د ټولنې خبرې تاییدوي او وایي: ((د ایسا ادارې په له منځته تګ سره د ځمکو د وېش لړۍ کمزورې شوې او له حکومت څخه غواړو څو د سوداګرو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ ژر تر ژره پیل کړي.))
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وایي، په کابل ښار کې د ځمکو د کمښت له کبله حکومت په دې نه دی توانېدلی چې یو شمېر سوداګرو ته د پانګې اچونې لپاره ځمکې برابرې کړي. دوی وایي پانګه وال غواړي چې د هېواد په مرکز کې ځمکې ولري او د دوی دغه غوښتنې ددې سبب شوې چې په ولایتونو کې ځمکې له وېش څخه پاتې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په راتلونکو دوو میاشتو کې د حکومت او خصوصي سکتور په ګډه همکارۍ په کابل ښار کې د یو لوی صنعتي پارک د ځمکو د وېش خبره کوي. نوموړی وایي چې د دغه صنعتي پارک د ځمکو په وېش سره به په کابل ښار کې د ځمکو د کمښت ستونزه حل شي: ((په راتلونکو دوه یا درېیو میاشتو کې د خصوصي سکتور او حکومت په ګډه همکارۍ یو ستر صنعتي پارک جوړېږي چې د دغه پارک د ځمکو وېش به هم د همدغه دوه یا درېیو میاشتو په ترڅ کې شروع شي.)) د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، په تېرو څو کلونو کې یې په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې افغان سوداګرو ته ځمکې ویشلې دي خو په دقیق ډول نه شي ویلای چې دغه سوداګرو ته یې څو جريبه ځمکې وېشلې او څومره پانګونه پکې شوې ده. دوی وايي، له هغو سوداګرو به ځمکې بېرته را وګرځوي چې د څو کلونو په تېرېدو یې لا هم پکې پانګونې نه دي کړې: ((هغه سوداګر چې څو کلونه وړاندې ورته حکومت ځمکې ورکړې دي، خو دوی د نامعلومو عواملو له مخې پانګونې نه دي کړې، مونږ به لومړی د نه پانګونې علت وپوښتو او وخت به ورکړو، څو پانګونه وکړي او که یې بیا هم پانګونه ونه کړه موږ به د دوی ځمکې بېرته مستردې کړو او بل چا ته به یې ورکړو او یا به یې دوی ته په بل ځای کې د ځمکو بدیل ورکړو.)) پاتې دې نه وي چې قوقندي په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د غصب خبره بې بنسټه بولي.

ځمکې ولې نه وېشل کېږي؟
په هېواد کې د امنیت، برېښنا نشتوالي او له بازارونو څخه د صنعتي پارکونو لرېوالی د ځمکو د نه وېشل کېدو اصلي عوامل ښودل شوي دي.
په وروستیو څو کلونو کې د ټول هېواد په کچه شپږ نوي صنعتي پارکونه پرانيستل شوي چې د هغه له ډلې یوازې د ننګرهار ولایت په شیخ مصري پارک کې یو شمېر پانګه والو ته ځمکې وېشل شوې دي او په پاتې نورو صنعتي پارکونو کې لا هم ځمکې نه دي وېشل شوې. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د چارواکو په خبره، په دغه صنعتي پارکونو کې د ځمکو د نه وېشل کېدو علت د پانګوالو له لوري په مرکزي سیمو کې د ځمکو غوښتل ښودل شوي دي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وايي: ((پانګه وال غواړي د هېواد په زړه کې پانګونه وکړي، هېڅوک حاضر نه دي چې په لرې پرتو سیمو او ولایتونو کې پانګونه وکړي.)) د قوقندي په خبره پانګه وال ځکه په مرکزي سیمو کې د ځمکو غوښتنه کوي چې دوی په اسانۍ سره کولای شي خپل تولیدات له اضافي ټرانسپورتي لګښت پرته بازار ته وړاندې کړي او د ځان لپاره د خامو موادو په رسولو کې له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

د برېښنا او امنیت نشت
د ځمکې د نشت تر څنګ د کافي برېښنا او امنیت نشته هم د افغان پانګوالو مهمې او د پام وړ ستونزې دي. افغان پانګوال وایي د برېښنا او امنیت نشتوالي د دوی کارونه یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي، د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار ساپی هم په دې اند دی چې له برېښنا او امنیت پرته پانګونه ناشونی کار دی: ((برېښنا او امنیت د پانګونې لپاره لومړنۍ اړتیاوې دي که دا اړتیاوې پوره نه شي پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړي.)) هغه زیاتوي حکومت باید د کورنیو تولیداتو لپاره ملاتړې او اقتصادي کړنلاره جوړه کړي: ((په تېرو کلونو کې هر وزیر چې نوی د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته راغلی نوې تګلارې یې له ځان سره راوړې دي کله چې له وزارت څخه تللی بیا نه هغه تګلارې شته او نه یې کار معلوم شوی دی.)) خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا وايي، سوداګرۍ او صنایعو وزارت لنډ مهالې، منځ مهالې او اوږدمهالې ستراتیژۍ لري: ((د سوداګرۍ وزارت لس کلنه ستراتیژي لري هر وزیر چې راځي د همدغه ستراتیژۍ له مخې چارې په مخ وړي او کوم بدلون پکې نه راځي.)) قوقندي د برېښنا د ستونزې د حل په اړه وایي: ((حکومت د صنعتکارانو لپاره برېښنا په هغه بیه ورکوي چې افغانستان ته تمامېږي یعنې په پانګوالو ګټه نه حسابېږي.)) قوقندي د برېښنا ستونزه افغانستان شموله بولي او زیاتوي: ((د برېښنا ستونزه تر دې مهاله په افغانستان کې عامه ده، خو د دې ستونزې د اواري هيله مندي هم شته.)) په ورته وخت کې د جمهوري ریاست دويم مرستیال محمد سرور دانش وایي، افغان حکومت د سوداګرو لپاره د هر اړخیز امنیت راوستلو ته ژمن دی: ((حکومت د سوداګرو لپاره درې ډوله امنیت تامینولای شي، لومړی فزیکي امنیت چې باید د امنیتي ځواکونو له خوا دا زمینه برابره شي، دویم قضایي امنیت چې دا امنیت باید پولیس څارنوالي، قضا، دیوان، محکمه، مدني او سوداګریزې محکمې برابر کړي، درېیم د قانوني امنیت راوستل یعنې د داسې قوانینو تصویب چې پانګونه تشویق کړي او د سوداګرۍ د پرمختګ سبب شي.)) د نوموړي په خبره حکومت په درې واړو برخو کې د سوداګرو تر څنګ ولاړ دی.
غوښتل مو په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د ستونزې په اړه د افغانستان د برېښنا شرکت نظر هم له ځان سره ولرو خو له پرله پسې هڅو او اړيکو وروسته يې هم په نظر اخيستو ونه توانېدو.

خنډونه څه دي؟
د افغانستان په شان جګړه ځپلي هېواد کې د هر څه په وړاندې خنډونه شته چې یو له هغې پانګونه هم ده، د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانون پوه محمد سرور دانش وایي که څه هم په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د پرمختګونو شاهدان یو، خو لا هم د پانګونې او اقتصادي پرمختګ په وړاندې ځینې خنډونه شته چې باید له منځه یوړل شي: ((په افغانستان کې روانه جګړه، اداري فساد، بیوکراسي، د پانګې اچونې لپاره د پېچلو قوانینو جوړښت، د پانګوالو لپاره د تشویقي او بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی هغه عوامل دي چې د پانګونې او اقتصادي پرمختګ په وړاندې خنډ شوي دي.)) د دانش په خبره ذکر شوي عوامل د سم اقتصادي پرمختګ خنډ شوي او همدارنګه د خصوصي سکتور په وړاندې هم ځینې خنډونه موجود وو چې دغه سکتور په ښه توګه پرمختګ ونه شو کړای: ((د ځمکو نشتوالی، په ښاري سیمو کې د ځمکو لوړې بیې، په صنعتي پارکونو کې د ضروري بنسټونو نشتوالی، د برېښنا کمښت، په خامو موادو د ګمرکي محصول زیاتوالی او د ملاتړو تعرفو نشتوالی هغه عوامل وو چې د خصوصي سکتور په برخه کې د پرمختګ په وړاندې خنډ شي.))

تشویقي پلانونه
که څه هم د صنعتکارانو ټولنه وایي، د ملي یووالي حکومت د پانګوالو د تشویق لپاره هېڅ هم نه دي کړي، خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پانګوالو لپاره د تشویقي پلانونو او طرحو د لرلو او جوړولو خبر ورکوي، د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي کلید ته وویل، حکومت د کورنیو تولیداتو د کارخونو له خاوندانو د دوی مالونه له اصل بیې څخه په ۲۵٪ لوړه بیه رانیسي او همدارنګه د کورنیو تولیداتو د پرمختګ لپاره یې هېواد ته په خامو وارېدېدونکو موادو مالیه له ۸٪ څخه ۱٪ ته را ټیټه کړې ده، دوی همدا راز وایي د سوداګرۍ وزارت په یوه طرحه کار کوي چې د هغه له مخې به هغه کسانو ته چې نوې پانګونه کوي، ځمکه ورکوي او درې کاله به ماليه ورته بښي: ((کورني تولیدات چې حکومت اخلي، له اصل بيې څخه ۲۵٪ لوړه بيه به د کورنیو تولیداتو خاوندانو ته ورکول کېږي همدارنګه په خامو موادو مالیه ډېره کمه شوې ده.))
د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، که حکومت دا کار وکړي نه یوازې دا چې داخلي تولیدات به پرمختګ وکړي بلکې نوي پانګوال به هم په افغانستان کې د پانګه اچونې لپاره جذب شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA