د بدخشان ولايتي چارواكي په دې ولايت كې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو او د له لاسه وتلو ولسواليو د بېرته نيولو په هدف د عملياتو ترسره كېدو خبر وركوي.
د بدخشان د والي د وياند د دفتر سرپرست نېك محمد نظري كليد ته وويل، چې نن به د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د خالد په نوم عمليات پيل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د بدخشان زېباك ولسوالي، چې د وسله والو طالبانو په لاس يې سقوط كړى و، د پوځي عملياتو په ترڅ كې بېرته د دولت تر كنټرول لاندې راغله، خو د دې ولايت يمګان او وردوج ولسوالۍ له تېرو دوو كلونو راهيسې د طالبانو په ولكه كې دي.