د كركټ د دويمې درجې يو ورځنيو ولايتي سياليو لومړۍ لوبه د بدخشان او بغلان ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د بدخشان كركټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ۲۶ اعشاريه ۴ اوورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۹۳ منډې جوړې کړې.
له مقابلې لوبډلې څخه زهيب احمدزي ۵ او جنت ګل ۲ لوبغاړي وسوځول.
د بغلان لوبډله وتوانېده، چې ورکړل شوی هدف په ۱۱ اوور کې پوره کړي او د بدخشان لوبډلې ته په لسو وېکټو ماتې ورکړي، چې له ډلې څخه يې جمعه ګل ۵۸ او عبدالمالک ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې .
د بغلان لوبډلې لوبغاړى زهيب احمدزی، چې ۵ لوبغاړي يې سوځولي و، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.