د خوست له ۱۵۰ بستريز تخصصي روغتون څخه ۱۶ تنه متخصص ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په هدف وړاندې شول.
په دې اړه د خوست د جرګو په تالار کې مراسم جوړ شوي وو، چې پر روغتيايي چارواکو سربېره د خوست د ولايت مقام مرستيال او ګڼو نورو كسانو په كې برخه اخيستې وه.
د خوست د عامې روغتيا رياست سرپرست ګل محمدين محمدي منګل کليد ته وويل، چې ياد روغتون بايد په پرمختللو طبي وسايلو مجهز شي.
د خوست چارواکي وايي، چې د دې ولايت ۱۵۰ بستريز تخصصي روغتون د څلور سوه زرو كسانو لپاره جوړ شوى، خو اوس ترې يو نيم ميليون تنه ګټه پورته كوي.
د خوست د روغتيايي چارواكو په وينا، پر دغه تخصصي روغتون د ناروغانو زيات فشار او د دې ترڅنګ روغتون ته نه پاملرنې پر دوى د خلکو باور کم کړى دى.