چارواکي وايي، په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو اړوند د سرحد دارۍ د وسلو په ډيپو کې د تېرې شپې اور لګېدنې مالي زيان اړولی خو ځاني زيان نه لري.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه د سرحدي پوليسو د سرحد دارۍ د وسلو په ډيپو کې اور لګېدلی و، چې تر اوسه يې لامل معلوم نه دی.
هغه زياته کړه، د اورلګېدنې د علت معلومولو لپاره يو پلاوی سيمې ته لېږل شوی دی، خو دی وايي چې د اور لګېدو له کبله يوازې مالي زيان اوښتی او ځاني زيان نه لري.
دی وايي په دې پېښه کې د وسلو او مهماتو تر څنګ يو موټر سوځېدلی او د سرحد دارۍ تر څنګ د يوه روغتيايي مرکز د ودانۍ يو څو کړکۍ هم ماتې شوې دي.
خو يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته وويل، چې په دې پېښه کې د ياد روغتيايي مرکز ۶ ډاکتران او ناروغان ټپيان شوي دي.
د دې پېښې په اړه تر دې مهاله نور جزييات نه دي ورکړل شوي.