د کندوز ولایت د شېرخان بندر سوداګر وایي، له تېرو ۳ ورځو راهیسې یې خپله سوداګري په ټپه درولې او د هغه موټرو مخه یې هم نیولې کوم چې له تاجکستان هېواد نه افغانستان ته راځي.
دغه سوداګر زياتوي، چې د تجاراتي وېزو د تاریخ نېټه یې پای ته رسېدلې خو د تاجکستان هېواد له لوري ورته د ویزو تمدید نه کېږي.
سوداګر له دولت څخه غوښتنه کوي، چې باید تجارتي ویزې ژر تر ژره ورکړل شي او په خبره يې که دا لړۍ همداسې دوام ومومي نو په میلیونونو افغانۍ تاوان به وکړي.
د سوداګرو په وینا، د افغانستان حکومت نږدې ۲۵۰ تنه تاجکي سوداګرو ته ویزې ورکړي خو تاجکستان بیا ۲۵ تنو ته ویزې ورکړي، چې دا کار د ډیپلوماسي اړیکو خلاف عمل دی.
د شېرخان بندر او تاجکستان د لويې لارې موټر چلوونکي وایي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې يې موټر ولاړ دي خو د ویزې غمه یې څوک نه خوري، چې په خبره يې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې بيا د کندوز ولایت د والي ویاند سید محمود دانش وایي، چې سيمه ييزو ارګانونو ته یې رسمي مکتوب لېږلی تر څو له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه ونیسي او د سوداګرو ستونزې پای ته ورسوي.
د کندوز ولایت سوداګر ګواښ کوي، که چېرته یې د ویزو غمه ونه خوړل شي نو خپلې سوداګرۍ ته به د پای ټکی کېږدي.