د چيچنيا په شمالي قفقاز کې د يوې خونړۍ نښتې له كبله د شپږو داعش وسله والو ترڅنګ شپږ روسي سرتېري هم وژل شوي دي.
روسي پوځي چارواکو ويلي، داعش پورې اړوندو وسله والو د ملي ګارد پر مرکز ډله ييز بريد وکړ او هڅه يې کوله، چې دې نظامي مرکز ته داخل شي.
د ترهګرۍ په ضد د روسيې د ملي ادارې چارواکو د دې پخلى کړى، چې په بريد كوونكو کې دوه يې ځانمرګي هم وو.
داعش ډلې د بريد مسووليت منلى او د ګڼو روسي سرتېرو د مرګ ژوبلې ادعا يې كړې ده.
بايد ياده شي، چې تر دې وړاندې هم په چيچنيا، قفقاز او د روسيې په يو شمېر نورو نيمه خودمختارو سيمو کې وسله والو ډلو له روسي ځواكونو سره جګړې كړې دي.