نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې د کاج په نوم په یوه ښوونیز مرکز کې چاودنه شوې.
عیني شاهدان وایي چې په دې چاودنه کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ، او په سیمه کې عام خلک د ټپیانو په لېږدولو بوخت دي.
ویل کېږي چې نن جمعه په دغه ښوونیز مرکز کې د کانکور آزمایښتي آزموینه روانه وه او په سلګونه کسان پکې راټول شوي وو
امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي. خو په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې عام خلک ټپیان لېږدوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ