د افغانستان د كركټ اېلېون لوبډلې تېره شپه په يو ورځنۍ تمريني لوبه کې، چې په هند كې ترسره شوه، د ويسټ انډيز د كركټ اېلېون لوبډلې ته په څلورو وېكټو ماتې وركړه.
د لوبې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
يادې لوبډلې په ۳۸ اعشاريه پنځو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته يې د ۱۵۷منډو هدف وټاکه، خو د افغانستان لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۴ اعشاريه پنځو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پوره كړ.
د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درېيو يو ورځنيو لوبو لړۍ سبا د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې پيل شي او د روانې نومبر مياشتې په ۱۱مه نېټه به پاى ته ورسېږي.
تر دغو لوبو وروسته به افغان او ويسټ انډيزۍ لوبډلې درې ۲۰ اوريزې او يوه ټېسټ لوبه هم ترسره كړي.
د دوى ترمنځ ترسره كېدونكې سيالۍ به د راتلونكې ډسمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې دوام ولري.