د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۸م ميلادي كال له پيله تراوسه نېږدې ۷۰۰ زره افغان كډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د وياند اسلام الدين جرئت په وينا، ډېرى دا كډوال په ايران، پاكستان، تركيې، سعودي عربستان او اروپايي هېوادونو كې اوسېدل.
نوموړى زياتوي، په روان ميلادي كال كې له ايرانه ۶۳۰ زره، له پاكستانه ۴۰ زره، له تركيې ۲۶ زره، له اروپايي هېوادونو نېږدې ۲۳۰۰ او څه باندې ۲۰۰ نور افغان كډوال له سعودي عربستانه بېرته خپل هېواد ته راغلي دي.
د جرئت په خبره، د يادو ۲۳۰۰ افغانانو له منځه ۲۶۱ تنه يې له جرمني ايستل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د اروپايي هېوادونو د كډوالۍ سياست د بدلون له كبله د ډېرى افغانانو پناه غوښتنې نه منل كېږي او هغوى له دغو هېوادونو په ډله ييزه توګه كابل ته رالېږدول كېږي.