د پاكستان په كراچۍ ښار كې د چين پر كونسلګرۍ د وسله وال بريد له كبله دوه پوليس وژل شوي او د كونسلګرۍ يو ساتونكى ټپي دى.
د دغه ښار پوليس وايي، دا بريد نن سهار وشو او د امنيتي ځواكونو په ډزو درې بريد كوونكي هم ووژل شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي خبريالانو ته ويلي، په کراچۍ ښار کې د چين د كونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته لېږدول شوي او کوم زيان نه دی ور رسېدلی.
“د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ” په نوم وسله والې ډلې د بريد مسووليت منلى دى.