د بلخ امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د وليد ۲۵ په نوم د امنيتي ځواكونو په عملياتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه شپږ كلي پاك شوي دي.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري كليد ته وويل، دا عمليات د جمعې په سهار پيل شول او تر ماښامه يې دوام درلود.
د نوموړي په خبره، وسله والو مخالفينو له يادو كليو چهاربولك ولسوالۍ ته شاتګ كړى، چې د هغوى د ځپلو لپاره به نن په دغې ولسوالۍ كې وليد ۲۵ عمليات دوام ولري.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ