د فوټبال د نړيوال جام سياليو په لړ كې تېره شپه دوه لوبې ترسره او د سويډن او روسيې لوبډلې له مخكې تګه پاتې شوې.
لومړۍ لوبه كې د انګلستان لوبډلې سويډن ته دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه او نيمه پايلوبې ته ووته.
دا په وروستيو ۲۸ کلونو کې لومړى ځل دى، چې د انګلستان د فوټبال ملي لوبډله د نړيوال جام سياليو نيمه پايلوبې ته لار پيدا کوي.
دوهمه لوبه د روسيې او کرويشيا ترمنځ دوه پر دوه مساوي پاى ته ورسېده، خو په پنالټي کې د کرويشيا لوبډلې څلور او د كوربه روسيې لوبډلې درې ګولونه ووهل، چې په نتيجه كې يې روسيه د فوټبال د نړيوال جام له سياليو حذف شوه.
د راتلونكې سې شنبې په ورځ به فرانسه او بلجيم او د چهارشنبې په ورځ کرويشيا او انګلستان په نيمه پايلوبه کې سره مخامخ شي.
د فوټبال د نړيوال جام ګټونكې لوبډله به د روانې جولاى مياشتې په ۱۵مه نېټه څرګنده شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ