تر دې نږدې لس کاله وړاندې بنګلور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۶۳منډو هدف ورکړی و.
د تېرې شپې په لوبه کې د حیدر اباد لپاره ابیشک شرما د سږکال تر ټولو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.
ممبي لوبډلې د ورکړل شوي ۲۷۸ هدف په مقابل کې ۲۵۶ منډې جوړې او سیالي یې د ۳۱ منډو په توپیر وبایلله.
له ممبي لوبډلې سره افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل هم شته، خو په تېرو دواړو لوبو کې چانس نه و ورکړل شوی.