ads

په بلخ کې ۲۰۵ماشومان له حرفوي زده کړو فارغ شول

د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ د یونسېف اړونډ د افغانستان د پراختیایي او هوساینې موسسې له لوري په مزارشریف ښار کې ۲۰۵ تنه کاریګر ماشومان له شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول.

احمدالله ستانکزی
8 وری 1403
په بلخ کې ۲۰۵ماشومان له حرفوي زده کړو فارغ شول

د یادې موسسې مسوول عبدالقدوس باختري وایي، فارغ شویو ماشومانو ته د خیاطۍ، موبايل، موټر، موټرسایکل ترمیم، د کولر جوړولو او دغه راز په نورو بېلابېلو برخو کې فني او حرفوي زده کړې ورکړل شوې او د فراغت په پای کې هر ماشوم ته د ۳۰ زره افغانیو په ارزښت د کار وسایل ورکړل شول.
« هره کڅوره چې ماشومانو ته وېشل شوې ۳۰ زره افغانۍ ارزښت لري، چې دغه وسایل د خیاطۍ، د موټر کپي کشۍ، د کولر جوړولو او سلمانۍ څوکۍ او نور لوازم شامل دي»
ورته مهال د یادې مرستندویه موسسې له خوا د کاریګرو ماشومانو لاسنیوی د بلخ ولایت ځایي چارواکو له هرکلی سره مخ شو او له نورو همکارو بنسټونو څخه یې د بې وزله ماشومانو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د بلخ ولایت د اقتصاد رییس ملا عبدالشکور جواد وایي، له دې لارې څخه به بې سرپرسته او اړمن ماشومان د کورني اقتصاد له اړخه پر ځان هوسا او بسیا شي.
« موږ له دې بهیر څخه هرکلی کوو او له نورو مؤسسو څخه هم غواړو، چې له ماشومانو سره په هره برخه کې مرستې وشي، ترڅو دوی هم تشویق شي او له بل پلوه دوی هم درس ووایي او هم یو مسلک زده کړي او د کورنۍ ملاتړ وکړي»
بلخوا هغه ماشومان او ځوانان چې له دغه پروګرام څخه فارغ شوي خوښ دي او وایي، چې په بېلابېلو برخو کې مسلکي مهارتونه زده کړي او د کار کولو وسایل ترلاسه کړي دي.
له حرفوي زده کړو دوه تنه فارغ شوي ماشومان شیرمحمد او شفاء الدین وایي، وروسته له دې به وکولای شي، چې له دغې لارې د خپلې کورنۍ مالي ملاټړ وکړي او له نورو مؤسسو څخه د ماشومانو پر ملاتړ ټینګار لري.
« زه ډېر خوښ یم، چې د یونېسف همکارې مؤسسې له موږ سره د وسایلو مرسته کړې او وبه کولای شو، چې د کورنۍ اقتصاد په پښو ودروو»
« موږ له دغه مؤسسې منندوی یو او هیله لرو، چې د سړک غاړې نور ماشومان هم راټول کړي، هغوی به هم استاد او خلیفه شي او آینده به یې روښانه وي»
د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، دامهال په دې ولایت کې شاوخوا ۱۶ زره ماشومان په درنو او شاقه کارونو بوخت دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA