ads

لوستي ځوانان دندې غواړي

د جلال اباد ښار، هغه ښار چې واټونه یې له بې روزګار ځوانانو ډک دي.

شېرشاه عزیزي
6 وری 1403
لوستي ځوانان دندې غواړي

په ننګرهار کې داسې ځوانان هم شته چې ۱۶ کاله یې زده کړې کړي؛ خو له نا چارۍ او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دندو نه ورکول کېدو له کبله اړ شوي چې فېزیکي کارونو ته مخه کړي چې هغه هم ډېر کم پیدا کېږي.
دغه چوک ته د کار په لټه راغلي ځوانان وايي، هر سهار ۶ بجې په دې هیله راځي چې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله نفقه وګټي، خو د کاروبار د ړنګ بازار له کبله سهار نه تر ماښامه د لسو افغانیو په پیدا کولو هم نه توانيږي، چې خپل کور ته د تک کرایه پرې وکړي.
جواد اجمد هم د دغو ځوانانو له ډلې یو دی، چې دلته خپلې۶کسیزې کورنۍ ته د یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په تکل راغلی.
دی وايي، د اقتصاد په برخه کې یې زده کړې کړي؛ خو دوه کاله کېږي چې د دندې تر لاسه کولو په هيله ډېرې دروازې وټکولې؛ خو چا یې غږ وانه ورید.
دی وړاندې زیاتوي چې له ناچارۍ دیاړۍ ته مخه کړه ګوندې خپلې کورنۍ لپاره څه وګټي، خو له بده بخته دا هیله یې هم په اوبو لاهو شوه، ځکه کار نشته.
دی وايي، تر ټولو سخته شیبه ورته دا ده، چې ماښام په تش لاس کور ته ستنيږي او د خپلو کوچنيو خویندو او وروڼو سترګې د لوږې له کبله له اوښکو ډکې ویني.
« د وظیفو مشکلات دي وظیفې نه پیدا کېږي، جلال اباد ښار کې ورځ مزدوري کو او حپلې کورنۍ ته نفقه ګټو.»
ذبیح الله یو بل ننګرهاری ځوان دی، دی وايي،۳ کاله یې د پوهنتون له فراغت څخه تيريږي؛ خو لا یې دنده نه ده موندلې. نوموړی وړاندې زیاتوي، په دې تمه یې زده کړې وکړي ګوندې ښه ژوند ولري؛ خو په خبره بې روزګاري او فقر یې زړه توری کړی. دی له اسلامي امارت غواړي چې د ده په ګډون بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړي.
« درې کاله کېږي، پوهنتون څخه فارغ یم، ډېر وګرځيدم خو دنده مې پیدا نه‌کړه. دولت نه مو هيله دا ده، چې موږ ته دې د دندې غم وکړي»
عبدالباسط چې څلور کاله وړاندې د ننګرهار پوهنتون له کرنې پوهنځي څخه فارغ شوی، وایي تېر کال له خورا مجبورۍ یې د پور په پیسو اروپا ته د تګ تکل وکړ، خو په خبره یې بخت پرې نښود چې د غربت له دې ستر سمندره د خوښيو ساحل ته ووځي.
دی وړاندې زیاتوي چې د ترکيې هېواد په پوله د ايراني پوله ساتو ځواکونو له لوري ونیول شو او بیرته هېواد ته راستون کړی شوی.
دی وايي، لا د غربت له سیوري نه وو وتلی چې د پور دروند پیټی یې هم په اوږو بار شو.
«دلته کاروبار نه وو، ما ویل خارج ته به لاړ شو چې ژوند مې جوړ شي. چې ایران نه ترکيې ته تلو په مرز کې ایراني پولیسو ونیولم، ښه یې ووهلم او بیا یې ډيپورټ کړو. موږ وویل غربت نه به ځان خلاص کړو، هغسې خو ونه شو قرضدار هم شوم.»
په ورته مهال مسؤولین وايي ، ۹زره ځوانانو ته په دولتي او نا دولتي ادارو کې د دندې په پار جوازونه ورکړ شوي او هڅې روانې دي چې نورو بې روزګاره ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي. د ننګرهار کار او ټولنیزو چارو رییس فرید الله حقاني په دې اړه وايي:
« موږ څه باندې۹ زره کسانو ته دولتي ادارو کې د تقرر لپاره جوازونه ورکړي، او هڅه کوو چې پاتې بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړو.»
د نظر خاوندان وايي، پکار ده چې په هېواد کې دننه ځوانانو ته کارموندنه وشي، څو په دې توګه بهر ته د قاچاقي سفرونو له کړاوه خلاص وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA