ads

اسلامي امارت: امریکا په ځلونو د دوحې تړون نقض کړی

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د اسلامي امارت او امریکایي لوري ترمنځ د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د سولې تړون لاسلیک شو.

تاج ولي غورځنګ
10 کب 1402
اسلامي امارت: امریکا په ځلونو د دوحې تړون نقض کړی

د دې هوکړې له مخې، امریکا او متحدین یې د ۲۰۲۱میلادي کال د اګېسټ پر ۳۱مه له افغانستان څخه ووتل او اسلامي امارت د دویم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شو.
د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل، د بین الافغاني خبرو پیل او د یادو خبرو پر دوام اوربند د یادې هوکړې مهمې برخې وې.
که څه هم اسلامي امارت د دوی او امریکا تر منځ شوی تړون ستره لاسته راوړنه بولي، خو امریکایي لوری تورنوي چې په ځلونو یې له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته وویل چې اسلامي امارت د دغه تړون ټولې مادې عملي کړې او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې هېڅ هېواد ته د افغانستان له لوري ګواښ نه دی پېښ شوی.
«بې‌له شکه د دوحې تړون افغانستان ته ډېر څه ورکړل. لومړۍ خو دا و چې له افغانستانه یې بهرني ځواکونه وایستل او بهرنی اشغال ختم شو او افغانانو ته یې ازادۍ ورکړه. دویم دا چې په افغانستان کې یې د اوږد جنګ مخه ونیوه، دلته وینې روانې وې. موږ او تاسې اوس ګورو چې د دغه تړون په پایله کې اوس ځوانان نه وژل کیږي، کورونه نه تخریبیږي. افغانانو ته یې دا فرصت ورکړ چې د خپل وطن ابادۍ لپاره کار وکړي.»
مجاهد د دوحې تړون د افغانستان په سیاسي تاریخ کې غوره تړون وباله او زیاته یې کړه چې د یاد تړون په پایله کې له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووتل او افغانان د بشپړې خپلواکۍ څښتنان شول.
«د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د دوحې تړون ډېر ځلانده ځای لري، ځکه چې دلته یې اشغال ته د پای ټکی کېښود. د دغه تړون په مقابل کې چې کومه ازادۍ راغلې، د افغانستان د نورو ازادیو په څیر ځلانده ازادي او ورځ ده.»
ذبیح الله مجاهد دغه راز کلید ته وویل، امریکایانو ژمنه کړې وه چې له دوحې هوکړې وروسته به له رامنځته کېدونکي حکومت سره ښه اړیکي پالي، له افغانستان سره به مرستې کوي، د دې هېواد پر ضد به اقدامات نه کوي او د بندیزونو لېستونه به لېرې کېږي، خو د مجاهد په وینا، دغه ژمنې لاهم نه دي پوره شوې.
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا وایي، د دوحې تړون افغانستان ته له اسلامي اړخه ډېر څه ورکړل، خو په سیاسي ډګر کې یې له ستونزو سره مخ کړ.
«د دوحې تړون هم ګټه وکړه او هم تاوان، ګټه مو دا وکړه چې یو اسلامي نظام اوس لرو او مستقل حکومت لرو، خو تاوان مو بیا دا وکړ چې نړۍ اوس راسره تعامل نه کوي یا مو په رسمیت نه پیژني.»
بلخوا، د امریکا حکومت بیا د دغه تړون په اړه ویلي چې اسلامي امارت لاهم په یاد تړون کې شوې ژمنې نه دي عملي کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA