په راپور کې راغلي، په دغو بریدونو کې ۵۰۰ نظامیان او په همدغه شمېر کې ملکیان وژل شوي.
په راپور کې ویل شوي چې دا شمېره د تېرو شپږو کلونو په پرتله بېسارې ده.
یاد بنسټ ویلي، تر ټولو ډېر وسله وال بریدونه د خېبر پښتونخوا او بلوچستان په ایالاتونو کې شوي او ډېره مرګ ژوبله هم هملته اوښتې ده.
را پور زیاتوي، ۲۰۲۳ میلادي کال د پاکستان پولیسو او پوځ لپاره تر ټولو خونړی کال و، ځکه چې د دواړو ادارو څه باندې ۵۰۰ غړي په چاودونو او وسله والو کمینونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ هم ویلي، لږ تر لږه ۲۶۵ افسران او سرتېري یې په ۲۰۲۳ کال کې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو او د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په پاکستان کې امنیتي ګواښونه په بېساري ډول ډېر شوي او تر څنګ یې سیاسي او اقتصادي کړکېچ دغه هېواد سخت ځپلی دی.