ads

د اورګاډو په ټکر کې د ۲۳۳کسانو وژل کېدل

په هند کې د دوه اورګاډو د ټکر له کبله ۲۳۳ کسان وژل شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور ټپیان دي.

کامران احمدزی
13 غبرګولی 1402
د اورګاډو په ټکر کې د ۲۳۳کسانو وژل کېدل

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د کلکتې او چینای ترمنځ د سفر پر مهال د اودیسه ایالت په بالاسور سیمه کې شوې ده.
د هندي چارواکو په خبره، دا د تېرې یوې لسیزې پر مهال په هند کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د ټپیانو لپاره بېړنۍ مرستې تیارې کړي.
د یادونې وړ ده چې لاهم د دیادې پېښې له کبله د اوښتو تلفاتو جزیات وروستي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA