ads

د امنیت شورا په دا ځل غونډه کې پر څه بحث کېږي؟

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جون میاشتې پر ۲۱مه د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړي.

اسلام الدین احمدي
13 غبرګولی 1402
د امنیت شورا په دا ځل غونډه کې پر څه بحث کېږي؟

په دې شورا کې د متحده عرب اماراتو سفیرې لانا نسیبې ویلي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو لا هم دغه هېواد د دې شورا په لومړیتوب کې دی.
نوموړې تېره ورځ په خبري کنفرانس کې ویلي چې په دې ناسته کې به د امنیت شورا غړي هېوادونه د افغان ښځو د حقونو پر مسلې بحثونه وکړي.
«موږ به د افغانستان پر اوسني وضعیت تمرکز وکړو، په ځانګړې ډول د ښځو حقونو په اړه چې د شورا غړي یې په اړه روښانه دریځ لري. موږ روانه میاشت د افغانستان د وضعیت په اړه یوه منظمه غونډه لرو، چې ټاکل شوې د جون په ۲۱مه جوړه شي.»
د امنیت شورا د غونډې په اړه مو د اسلامي امارت د دریځ پوښتنه هم وکړه.
د اسلامي مارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید راډیو وویل، اسلامي امارت د هغو غونډو هرکلي کوي چې له افغانستان سره د همکارۍ، د امنیت او ثبات وړاندیز په کې وي، خو له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
«هېوادونه، ټولنې او بنسټونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي، د نظام جوړېدل او د خلکو د حقوقو ورکړه، دا د افغانانو کورني مسایل دي او په حلولو یې ښه پوهېږو. دوی باید په هغو مسایلو تمرکز وکړي چې مثبتې اړېکې رامنځته کوي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، څو له نورو هېوادونو سره خپل نظر شریک کړي او په غونډو کې ونډه واخلي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، د افغانستان په اړه دا ډول غونډې ډېرې تر سره شوې، خو څو چې دواړه لوري تعامل ته ونه رسېږي، دغه ډول غونډې به بې پایلې وي.
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وايي، د ملت او نړیوالوهغه مشروع غوښتنې او حقوق چې د افغاناستان کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي، ومنل شي چې په دې سره به موږ له نړۍ سره ښه تعامل ته ورسېږو او له شته ستونزو به خلاص شو.
«د افغانستان وضعیت په اړه داسې ډېرې غونډې شوې، خو تر هغه چې موږ خپل حکومتولۍ کې بدلون رانه ولو او د خلکو او نړیوالوهغه مشروع غوښتنې چې د اسلامي ارزښتونو سره په تکر کې نه وي، ونه منل شي، نو زما په نظر دا ناسته به هم کومه مثبته پایله ورنه کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی احمد خان انډر هم وايي:
«که امنیت شوار په رېښتیا غواړي د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ سیاسي تعامل رامنځته شي، نو دا شورا باید د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړي چې د افغانستان ښه تصویر وړاندې کړي او مخامخ د افغانانو ستونزې شرېکې کړي، کنه دا غونډه به هم د نورو په څېر بې پایلې وي.»
ملګرو ملتونو د تېرې مې میاشتې پر دویمه هم په دوحه کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړه چې په دې غونډه کې یو ځل بیا له اسلامي امارت سره پر مثبت تعامل، د نجونو پر مخ د ښوونیزو مرکزونو پر پرانیستلو او په هېواد کې د ښځو او نورو بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار وشو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA