د یاد هېواد جمهور رییس ابراهیم رییسي د اسلامي هېوادونو سفیرانو او شارژدافیرنو سره د روژه ماتي په مېلمستیا کې ویلي چې حکومت یې په افغانستان کې د یو داسې حکومت جوړېدو غوښتنه کوي چې د ټولو لورو حقونه په کې خوندي وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ریسي په دې لیدنه کې ویلي، ایران پّ افغانستان کې یو داسې حکومت پلوی دی چې د ټولو قومونو، مذهبونو او د افغانستان د خلکو استازولي وکړي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي رییسي پر حواله راغلي چې په افغانستان کې په دوه لسیزو کې د امریکا او ناټو حضور، د افغانستان خلکو ته له جګړې او وینې توېدنې پرته بل څه نهلرل او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دغه هېواد خلک خپل برخلیک وټاکي.
ایران تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت وايي، په حکومت کې یې د ټولو لورو حقونه خوندي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ