نوموړي له امریکا غږ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، مطیع الله ویسا له بهر سره اړیکې درلودې او دستور یې هم له همغه ځایه تر لاسه کاوه، نو ځکه د حکومت له لوري نیول شوی دی.
د مجاهد په خبره، دغه ډول کسان باید د حکومت له لوري د پوښتنو او څېړنو لپاره ونیول شي.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي مرستیال عبدالحق حماد هم ویلي چې د نوموړي کړنې مشکوکې وې.
هغه د ویسا د نیول کېدو په اړه راپورته شویو پراخو غبرګونونو ته په اشارې پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې خپله له مطیع الله ویسا سره کومه پېژندګلوي نه لري، خو د یو فرد په نیول کېدو دومره پراخ غبرګونونه راپارېدل دا ښيي چې د همدومره پراخې دسیسې مخه نیول شوې.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ یوناما، د ملګرو ملتونو ځانګړي ریپورټر، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او ګڼ شمېر نورو بنسټونو د هغه د راخوشي کېدو غوښتنه کړې.