د جاپان سفارت په دې کار کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق له ګډون څخه مننه کړې.
بل لور ته بیا یونیسف په بله خبرپاڼه کې ویلي چې له دې مرستې څخه به ۱۸ میلیونه ډالر د میندو او ماشومانو د اړتیا وړ واکسینونو او پاتې ۳،۶ میلیون ډالر به د افغانستان په ۲۰ دولتي ښوونځیو کې د شاوخوا لس زره زده کوونکو لپاره د اوبو او تشنابونو پر سیسټم ولګول شي.
د یادونې وړ ده چې جاپان تر دې وړاندې هم په ښوونځیو او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کړې ده.