ads

سراج الدین حقاني: نظام باید د واک له انحصاره وساتل شي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې پرونۍ غونډې ته ویلي چې نظام دې له ولس سره مثبت تعامل غوره کړي او له خلکو سره دې ناوړه چلند نه کوي.

بصیر یاد
23 سلواغه 1401
سراج الدین حقاني: نظام باید د واک له انحصاره وساتل شي

هغه دا څرګندونې پرون د «سلواغې ۲۲مه» په خوست کې د يوې ديني مدرسې لويې فراغت غونډې ته وکړې او ويې ويل چې اوسنی حالت د زغم وړ نه دی او د ولس د رضايت لپاره بايد له هرې ممکنې لارې ګټه واخيستل شي.
سراج الدین حقاني همدا راز زیاته کړه، څوک دې هڅه نه کوي چې دا نظام انحصار کړي او په خبره یې، چاته به اجازه ور نه کړي څو دا نظام بدنام کړي.
«نن ځانونه دومره حقداره بولي چې خپله رایه خپل فکر دومره را باندې حاکم شوی دی چې، د ټول نظام چلنچ کول، هدف کول، بدنامول، او منحصر کول دا مو په مزاج کې یو ابتکار او یو اساس جوړ شوی دی.»
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وویل، حکومت هغه وخت پایښت مومي چې ولس ته خپل حقوق ورکړي او په وینا یې نظام ته په کار ده چې ولس پر ځان راټول کړي.
حقاني په خپلو خبرو کې وویل چې حکومت باید د ولس او خلکو په زخمونو پټۍ ولګوي او هڅه وکړي چې ولس ځان ته را نېږدې کړي.
سرپرست وزير سراج الدين حقاني غونډې ته په خبرو کې وويل چې مسوولين دې خلک دين او همدا ډول د نظام ملاتړ ته په ښو اخلاقو راوبولي او د خپل مسووليت نه سو استفاده ونه کړي.
«زه به ولس ځان ته رانېږدې کوم، دا چې زه د وخت واکداره یم، چې زه په اصلاحي نظر ورته وه نه ګورم، زه یې په زخم د ملهم پټۍ کېنه‌ږدم او دوی له بدو څخه منع نه کړم، نور څوک شته دلته.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له دې وړاندې هم څو ځلې د نظام د ښه چلند، مسلکي او اهل کسانو ته د کار سپارلو او د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون په اړه خبرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA