د هند سینما څېړونکي تاران ادارش ویلي، یاد فلم د بریاليو فلمونو ریکارډ مات کړی او بالیوډ سینما یې په داسې حال کې هیلهمنده کړې چې په دې وروستیو کې یې فلمونه ډېر بریالي نه وو.
په همدې حال کې د دغه فلم ستوري شاه رخ خان له «یاش راج فلم شرکت» سره، چې دغه فلم یې جوړ کړی، په مرکه کې ویلي چې په دې فلم کې رول ادا کونه یې تر ټولو نورو فلمونو غوره ده.
«زه په ریښتیني ډول دا خبره کوم، چې زما د ټولو فلمونو د کرکټرونو تر ټولو غوره دنده دا وه چې ما د پټان رول ادا کړ.»
پټان فلم په داسې حال کې وړاندې کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د شاه رخ خان یو شمېر فلمونه بریالي نه وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ