ads

د ښې حکومتولۍ لپاره څه ډول ګمارنو ته اړتیا ده؟

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه د یو لړ بدلونونو او نویو ګمارنو نوملړ خپور کړی دی.

فضل هادي حمیدي
19 زمری 1401
د ښې حکومتولۍ لپاره څه ډول ګمارنو ته اړتیا ده؟

په دغه نوملړ کې د اوبو او برېښنا، ټولګټو چارو، مالیې، حج او اوقافو، کلیو پراختیا او بیارغونې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او برېښنا شرکت جوړښتونو کې د معینانو او رییسانو په کچه یو لړ بدلونونه راغلي دي.
بلخوا د چارو شنونکي وايي، د ښې حکومتدارۍ لپاره تغییر او تبدیلۍ یو اصل دی او د تخصصي بستونو لپاره باید مسلکي او متخصص کسان وګمارل شي.
د سیاسي چارو شنونکی احمدخان اندړ همدا خبره کوي. نوموړي کلید ته وویل:
«د ښې حکومتدارۍ لپاره او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید حکومتي چارې د مسلکي کسانو په لاس کې وي.»
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه امین الله احساس هم د وروستیو ګمارنو په اړه نظر څرګند کړی او وايي، اسلامي امارت ته پکار ده چې د یوې ادارې د پخوانیو کړنو له ارزونو وروسته باید نوموړې ادارې ته کسان وپېژندل شي.
«اسلامي امارت باید د ادارو یو کلنې کړنې ارزولې وای، ترڅو دوی ته معلومه شوې وی چې نیمګړتیاوې او لاسته راوړنې څه وې، نو د دې لپاره چې ادارې لا ډېرې فعاله شي، کار تولید کړي، تخصصي ادارو ته یې باید متخصص کسان انتخاب کړي وی، څو شته ستونزې حل شوې وی.»
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د اسلامي امارت تازه نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شوو. خو له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو ویلي وو چې کار به اهل کار ته سپارل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA