د یاد کمېسیون پر ټوېټرپاڼه پرون ناوخته لیکل شوي چې دا کسان له لوی اختر راوروسته د دوی په هڅو هېواد ته را ګرځېدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، راستنوو شویو کسانو د پخواني حکومت په نظامي او ملکي برخو کې دندې درلودې.
کمېسیون دغه راز لیکلي چې اوس ګڼ شمېر خلک له دوی سره په اړیکو کې دي او ژر به خپل هېواد ته را وګرځي.
د یادونې وړ ده چې د پخواني حکومت د لوړ پوړو چارواکو په شمول تر اوسه د دغه کمېسیون په هڅو ګڼ شمېر خلک هېواد ته را ګرځېدلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ