د کندهار د کرنې ریاست مسوولین وايي چې د وچکالۍ له کبله سږکال د خټکیو او هندوانو حاصالات اته فیصده کم شوي دي.
د دغه ریاست د ترویج مدیر ایمل حقمل وايي، د کښتونو د ناروغیو د مخنیوي ټوله هڅه یې کړې، خو د هندوانو او خټکیو حاصلات د وچکالۍ له کبله کم شوي دي.
«هغه څوک چې د خپلو کښتونو د مرضونو په تړاو موږ ته راغلي، نو دوا مو ورکړې، د استعمال لارې چارې مو ورته ښوودلې دي او یا مو لارښوونه ورته کړې چې له بازار څخه دوا واخلي.»
کروندګر بیا وايي، سږکال اوبه کمې وې او ټول کښتونه یې د برمو په واسطه اوبه کول، خو په خبره یې، د ژورو څاه ګانو د اوبو سطحه هم ټیټه شوې وه.
«سږکال د اوبو کچه کمه شوې، نو ځکه د هندواڼو او خټکیو حاصلات هم کم شوي، خو سږکال بیا اخیستونکي ډېر لري.»
د یادونې وړ ده چې په کندهار کې سږنۍ وچکالۍ نه یوازې د هندواڼو او خټکیو پر حاصلاتو ناوړه اغېز کړی، بلکې په ټوله کې یې د کرنې برخه زیانمنه کړې ده.