د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دغه سفر په ترڅ کې به یاد پلاوی له افغان لوري سره پر سوداګرۍ، ټرانزیټ، د ډبرو سکرو پر صادراتو او د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.
یاد پلاوی په داسې حال کې کابل ته راځي چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته د افغانستان د ډبرو سکرو د هر ټن بیه تر ۲۸۰ ډالرو پورته کړې ده.
اسلامي امارت تر هغه وروسته دا بیې لوړې کړې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یوې غونډې ته په وینا کې په کلدارو د افغانستان د ډبرو سکرو پېرلو خبر ورکړ.
چین هېواد هم په دې وروستیو کې ویلي وو چې په دومره لوړه بیه د افغانستان د ډبرو سکاره نه شي اخیستلی.
اقتصادي شنونکي بیا پر اسلامي امارت ټینګار کوي چې پر خپل اوسني دریځ کلک ودرېږي.