ads

په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنایعو کاروبار په ټپه درېدلی

هلمند هم په هغو ولایتونو کې راځي چې په تېرو کلونو کې یې مېرمنې تر ډېره د لاسي صنایعو په جوړېدو بوختې وې، خو په هېواد کې تر سیاسي تحول وروسته یې د لاسي صنایعو کاروبار په ټپه درېدلی او ان تر دې چې پخپل کارو له در یدول له امله وچه ډوډۍ هم نه شي پیدا کولی.

حضرت محمد روحاني
27 چنګاښ 1401
په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنایعو کاروبار په ټپه درېدلی

په لښکرګاه کې د سپوږمۍ په مستعار نوم یو مېرمن د لاسي صنایعو په جوړېدو بوخته ده.
هغه وایي، تر سیاسي تحول وړاندې یې د مېرمنو لپاره لاسي غاړې، د ماشومانو «خولۍ» او ځینې نور لاسي توکي جوړل او بیا به یې په نندارتون کې پلورل.
دې کلید ته وویل چې اوس یې کارونه په ټپه درېدلي او د کورنۍ اقتصادي حالت یې هم ډېر خراب شوی دی.
نوموړې له ولایتي مسوولینو په دې برخه کې د لاسنیوي او اسانتیاوو برابرېدو غوښتنه کوي.
«مخکې به مو خپل لاسي صنایعې په نندارتونونو کې پلورل، اقتصادي حالت مو ډېر ښه وو، کله چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، زموږ د کارونو بازار هم سوړ شوی دی.»
سپوږمۍ همدارنګه کلید ته وویل چې مخکې به یې د خپلو لاسي صنایعو له درکه د میاشتې له ۱۰ بیا تر ۱۵زره افغانیو عاید تر لاسه کول او د کورنۍ ټولې اړتیاوې به یې پوره کولې.
دا زیاتوي چې اوس یې هم غاړې، د ماشومانو لپاره خولۍ او د مېرمنو لپاره جامې جوړې کړې، خو په وینایې، نه یې د لاسي صنایعو لپاره بازار او نه هغسې نندارتون شته چې خپل په لاس جوړ شوي توکي پکې وپلوري.
«د مېرمنو لپاره مو جامې جوړې کړې، د ماشومانو لپاره مو ښایسته خولۍ هم جوړې کړې، همداسې نور لاسي صنایعې لرو، خو په کور کې راته پراته دي او د پلور لپاره یې هېڅ بازار نشته.»
دغه مېرمن داسلامي امارت تر څنګ له نړیوالې ټولنې او نورو مرستندویه بنسټونوغواړي چې په هلمند کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د پلور لپاره مناسب بازار برابر، د ښځینه جامو ګنډلو په برخه کې عصر وسایل ورکړي او بشپړ لاسنیوی یې وشي.
په لښکرګاه کې د مېرمنو د حقونو فعال حافظ احمد نصرت هم تر سیاسي تحول وروسته د هلمند مېرمنو د لاسني صنایعو د کار په ټپه درېدو ته اندېښمن دی.
هغه هم له نړیوالو مرستندویه ادارو او واکمن حکومت څخه په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
«د هغو مېرمنو لاسنیوي ته جدي اړتیا ده چې د لاسي صنایعو کارونه یې په ټپه درېدلي او نه یوازې دا برخه، بلکې په ټوله کې مېرمنې ډېرې زیانمنې شوې چې لاسنیوي ته جدي اړتیا لري.»
د هلمند د صنعت او سوداګرۍ خونې امر عبدالله جان عمري هم مني چې تر اوسه دوی د مېرمنو د لاسي صنایعو د پلور لپاره ځانګړې طرحه نه لري.
دی په دې برخه کې د هلمند د ولایتي ادارې د همکارۍ ډاډ ورکوي.
«هو دا منو چې د مېرمنو د لاسي صنایعو لپاره هغسې چې لازمه ده، کار نه دی شوی، تر سیاسي تحول وروسته یې کارونه کم رنګه شوي. ولایت او وزارت په دې برخه کې ځانګړې کړنلاره نه لري.»
یاده دې وي چې نه یوازې هلمند، بلکې تر سیاسي تحول وروسته په نورو ولایتونو کې هم د مېرمنو د لاسي صنایعو کار په ټپه درېدلی او له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.
هغوی له دولت او نړیوالو بنسټونه دې برخې ته د جدي پاملرنې او مرستې غوښتنه کوي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA