ads

د ډبرو سکرو د لېږد لپاره د قرارداد لاسلیک کېدو اټکل

پاکستاني رسنیو په کابل کې د دغه هېواد د سفیر منصور احمدخان له قوله ویلي چې له افغانستان څخه پاکستان ته د توکو صادرات په وروستیو میاشتو کې زیات شوي دي.

اسلام الدین احمدي
26 چنګاښ 1401
د ډبرو سکرو د لېږد لپاره د قرارداد لاسلیک کېدو اټکل

د پاکستان سفیر د ډبرو سکرو وارداتو ته په اشارې سره ویلي چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
هغه په ورته وخت کې زیاته کړې چې شاید په روان کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له یو میلیارد ډالرو واوړي.
«له افغانستان څخه پاکستان ته د مېوو او ډبرو سکرو په ګډون بېلابېل توکي صادریږي، دا واردات د پاکستان د دولت له خوا نه، بلکې د پاکستاني سوداګرو له خوا کیږي.»
له بلې خوا افغان کارپوهان وایي چې پاکستان د انرژۍ د تولید لپاره د ډبرو سکرو ته جدي اړتیا لري چې له دې وړاندې یې خپل د اړتیا وړ د ډبرو سکاره له جنوبي افریقا او استرالیا څخه واردول چې په ډېره ګرانه بیه ورته تمامېدل.
د اقتصادي چارو کارپوه اسحاق وکیلي وایي، اوس پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو په واردولو سره د خپل هېواد لپاره ډېره سپما وکړي.
«هغه شرکتونو چې په پاکستان کې د ډبرو له سکرو برېښنا تولیدوي، غواړي چې له افغانستان څخه په دایمي او منظمه توګه د ډبرو سکاره وارد کړي، څو په ډاډه توګه وکولای شي خپل کار او د برېښنا تولید ته دوام ورکړي.»
هغه زیاته کړه چې اوسمهال د ډبرو سکرو په صادراتو کې یو ډول بې نظمي رامنځته شوې ده چې علت یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه هوکړه لیک نشت دی.
د شنونکو په نظر، پاکستاني چارواکي غواړي چې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت له چارواکو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې له دې وروسته د ډبرو سکاره په منظمه او دایمي توګه صادر شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې وه چې نن پاکستاني پلاوی د ډبرو سکرو د وارداتو بحث لپاره افغانستان ته سفر وکړي.
له دې وړاندې د اسلامي امارت مسولینو ویلي وو چې د افغانستان د ډبرو سکرو د صادراتو رسمي قراراد يې له پاکستان سره نه دی لاسلیک کړی، بلکې ملي سوداګر یې پر هغوی پلوري.
هره ورځ په سلګونه بار وړونکي موټر له ډبرو سکرو ډک د افغانستان له شمال څخه د پاکستان پر لور خوځېږي.
د یادونې وړ ده چې د ډبرو سکرو ارزانه کېدل او په کلدارو پلورل له هغو مسایلو څخه دي چې تر اوسه د پاکستان له لوري مطرح شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA