ads

په مېله ځایونو کې د اسانتیاوو غوښتنه

د رخصتۍ او ځینو ځانګړو مناسبتونو په ورځو کې ځوانان او لویان د سیل او تفریح لپاره له یوې بلې سیمې ته ځي، خو په اخترونو کې دا تګ راتګ لا ډېر وي.

خوست
23 چنګاښ 1401
په مېله ځایونو کې د اسانتیاوو غوښتنه

د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس شبیر احمد عثماني وايي، په سږني اختر کې زیات ځوانان د مېلو په هدف د خوست بېلابېلو سیمو ته تللي او په وینا یې، هلته د سیل لپاره په سږني اختر کې زیاتې سیمې مشخصې شوې:
«د خوست په ولایت کې د سیلانیانو لپاره د متون تپه، اد مامد سیمه، ځاځي میدان او نورې سیمې دي، چې دې ته په زرګونو او لکونو خلک تللي دي.»
خوستي ځوانان هم وايي، په سږني اختر کې ډېر خلک ليرې پرتو سيمو ته د سيل او اختريزو مېلو لپاره لاړل، خو په سيل ځايونو کې د لارو، ټرانسپورټ، اوبو-خوړو او منظمو ځايونو نشت ستونزې لا هم پرځای دي.
د خوست یو تن اوسېدونکی ولید وايي، د سیل ځایونو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او که د ده په وینا پر سیل ځایونو پانګونه وشي، د سیلانیانو په شمېر کې نور هم زیاتوالی راتلی شي.
«په خوست کې بیخي ډېر د تفریح ځایونه شته، خو ځانګړې پاملرنه نه ده ورته شوې، کچېرې په داسې ځایونو کې پارکونه جوړ او نور اړین کارونه وشي، نو د خلکو لپاره به ډېره اسانتیا رامنځ ته شي.»
خوستوال وايي، چې که د يادو ستونزو پر حل کار وشي، د سيلانيانو شمېر به ډېر او سيمو ته به د ګټې وټې زمينې جوړې شي.
د خوست یو بل اوسېدونکی رحمن ارمان وايي، که سیل ځایونو ته تللې لارې جوړې او هلته د خوراک، څښاک او شپې تېرولو ځایونه منظم شي، نه یوازې ډېر سیلانیان به ور مات شي، بلکې د سیمې خلکو ته به د کار او ګټې زمینې هم برابرې شي:
«یوازې دا نه چې د رخصتیو په ورځو کې به هلته خلک ولاړ شي، بلکې هر وخت به خلک هلته ځي او له بله پلوه هلته د سیمې ځینې خلک چې اوزګار دي هغوی ته به کار پیدا شي او په همدغه سیمه کې په مصروف شي.»
د یادونې وړ ده چې په تېر کې به یوازې د خوست اوسېدونکي د تفریح په هدف د سیل ځایونو ته تلل، خو په دې وروستیو کې د خوستیانو ترڅنګ د هېواد له نورو ولایتو هم خلک خوست ته د سیل لپاره راځي، چې په همدې اساس په سیل ځایونو کې د لا ډېرو اسانتیاوو اړتیا لیدل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA