د دغه وزارت د شمېرو له مخې، په یاده موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او ۳۰۶تنه روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۷۶۱۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۱۵۷ زره او ۱۹۹ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.