حامد کرزي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کې د تفرقې اچونې هڅه پیل کړې او په وینایې، دا څه په ښکاره د افغانانو سپکاوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې طالبان اکثره پښتانه دي او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ حاضرې ندي چې حتا د امتیازونو په بدل کې هم خپلې لورانې ښوونځیو ته واستوي.
عمران خان په ورته وخت کې په افغانستان کې د داعش ډلې پر شتون او د فعالیتونو پر پراخېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
ده څرګنده کړې چې که نړۍ د داعش ډلې له منځه وړل غواړي، باید په افغانستان کې د حکومت په پیاوړتیا کې مرسته وکړی.
خو حامدکرزي بیا څرګنده کړې چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون اوازې د پاکستان د حکومت تبلیغات دي او په وینایي، دا وینا برعکس ده او داعش ډله له پاکستان څخه افغانستان ته ګواښ پېښوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ ځانګړې ناسته د پاکستان په کوربتوب جوړه شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ