ads

د کلید خبریال منصور یوسفزی د طالبانو له بنده آزاد شو

په کابل کې د طالبانو لخوا د ژورنالېستانو بندي کېدل او له هغوی سره تاوتریخوالی، په افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو ټولنې لخوا وغندل شو او د اسلامي امارت په چارواکو یې غږ وکړ چې، د ژورنالېستانو د ساتنې او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

شمس الرحمن شمس
16 وږی 1400
د کلید خبریال منصور یوسفزی د طالبانو له بنده آزاد شو

نن سې شنبې یو شمېر هېوادوالو په کابل ښار کې د پاکستان پرضد لاریون پیل کړ چې وروسته د طالبانو او لاریونوالو ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو.

طالبانو د لاریون د کابو کولو لپاره هوایي ډزې وکړې او په دې جریان کې د ۱۴خبریالانو په ګډون یو شمېر کسان ونیول او بندیان یې کړل.

د خبریالانو په ډله کې د کلید خبریال منصور یوسفزی هم حاضر و چې، طالبانو وروسته له څو ساعته بند څخه خوشې کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA