د راپورونو پر اساس تر اوسه د بدخشان، سمنګان، جوزجان، سرپل، بغلان، کندز، تخار، فراه او نیمروز ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته لوېدلي او دا دی نن لیدل کېږي چې غزني ښار هم له کوم جدي مقاومت پرته په ډېره اسانۍ د طالبانو لاس ته کېوتی دی.
له غزني څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې طالبان د امنیه قومندانۍ مخته ولاړ دي. بلخوا ویل کېږي چې په ارزګان، بادغیس، کندهار، هلمند او هرات کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوامدارې نښتې روانې دي؛ په تېره بیا د هرات، کندهار او ارزګان ولایتونو اوسېدونکو لهپاره بیګانۍ شپه ډېره سخته وه. په هرات کې خو همدا نن هم شدیده جګړه روانه ده.
بل پلو کومې ويډيوګانې، عکسونه او تبصرې چې له تېرو څو ورځو راهیسې تر ننه پورې په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، او همداراز په یو شمېر سیمو کې د خلکو د سترګو لیدلی حال؛ دا ټول د دې څرګندونه کوي چې په ځينو مواردو کې ځينې سیمې حتا بې له کومې شخړې طالبانو ته پرېښودل شوې او چارواکي يې کابل او یا نورو سیمو ته پر لاره دي. د غزني والي په اړه خو نن ماسپښین وویل شول چې کابل ته پر لاره په میدان وردګو کې د حکومت له خوا نیول شوی.
دغه ټکي خلکو ته خورا جدي پوښتنې پیدا کړې دي چې واقعا څه روان دي؟ خلک همداراز غواړي وپوهېږي چې د ولایتونو د له لاسه ورکولو علت څه دی؟ آیا د پوځي تجهیزاتو په نشتون او یا د ځواکونو په انسجام کې ستونزې موجودې دي او یا د رهبرۍ په کچه د جګړې مدیریت لهپاره د ظرفیتجوړونې لهپاره لا نوره اړتیا ده؟
په هرحال خلکو ته دا له اندېښنې ډکه او د پوښتنې وړ برېښي چې ولایتونه او ولسوالۍ د تش ګواښ او تورو برېښ په نتیجه کې له لاسه وځي. د خلکو په عقیده که وضعیت همدغسې دوام وکړي، نهیوازې دا چې د داخلي کډوالۍ کړکېچ به پراخ شي، بلکې د امنیتي ځواکونو روحیه به هم ورسره کمزورې شي.
دا خبره ځکه کېږي چې ویل کېږي د کندز پر هوايي ډګر، د کندهار پر زندان او د غزني پر مرکز طالبانو په ډېره اسانۍ ولکه ټینګه کړې او چندان مقاومت ورسره نهدی شوی. یو نیم ځای را په شا شویو ځواکونو ویلي چې د جګړې په ډګر کې له دوی څخه هوايي ملاتړ نهدی شوی او د تجهیزاتو له خلاصیدو وروسته، شاتګ ته اړ شوي دي.
دغو ټکو او مسایلو ته په پام، ایا په کار نهده چې د افغانستان حکومت په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو، عکسونو او پوښتنو په اړه چې په عمدي ډول د یو شمېر ولایتونو د ډراماټیک سقوط په اړه دي، خلکو ته توضیح ورکړي؟ حکومت ولې په دې برخه کې چوپه خوله دی؟ او خلک د حالاتو په نسبت له حقایقو لرې ساتي؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ