ads

ایا حکومت د دوحۑ غونډې ته څرگند پیغام لري؟

تبصره ۱۰ اگست ۲۰۲۱

کلید
19 زمری 1400
ایا حکومت د دوحۑ غونډې ته څرگند پیغام لري؟

ویل کېږي یو شمېر هیوادونه غواړي، په دوحه کې په طالبانو د فشار راوړلو  له لارې هغوی وهڅوي چې د تاوتریخوالې کچه راټیټه کړي. که څه هم په تېر کې د افغان سولې په تړاو په دوحه کې هیڅ یوې غونډې، کومه اساسي او نتیجه بښونکې پایله نه ده لرلې، خو تمه کېږي چې دا غونډه د تاوتریخوالي د کمولو په برخه یو څه نتیجه بښونکې وي. په دې غونډه کې د افغان حکومت بریا په دې پورې تړلې ده چې هم نړیوالې ټولنې او هم طالبانو ته څرگند پیغام ورکړي.

په دې غونډه کې د گډون لپاره د ملي مصالحې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له کابل نه دوحې ته تللی او زلمی خلیلزاد هم دوحې ته روان شوی دی.

سره له دې چې افغانانو تر ډېره بریده په دغسې غونډو باندې خپل باور له لاسه ورکری، خو بیا هم تمه ښیي چې دا غونډه د تاوتریخوالي په راکمولو کې چې په دې وروستیو اوونیو او میاشتو کې یې په عامه کچه ستر ځاني او مالي تاوانونه خلکو ته ور اړولي، اساسي پایله او ونډه ولري. افغانان غواړي چې افغان حکومت په دې غونډه کې خپل دريځ څرگند کړي چې څه ډول سوله غواړي او د سولې لپاره یې شرایط څه دي؟ خلک دا پوښتنه ځکه مطرح کوي چې نور له بې پایلو او تشریفاتي غونډو ستړي شوي دي.

نړیواله ټولنه په تېرو شلو کلونو کې د ترهگرۍ د ځپلو لپاره د امریکا ترڅنگ په افغانستان کې ښکېله وه او دا ورته څرگنده وه چې د افغانستان په پرېښودلو کې به دا هیواد له ستر او خونړي کړکېچ سره مخ کېږي، خو سره له دې هم له افغانستانه په مسوولانه ډول د وتلو او د سولۑ بهیر د بریالي کېدلو لپاره وړ گامونه وانه خیستل او د یو چا په تشو خبرو او اطلاعاتو باندې یې په باور کولو سره افغانستان له اوسني بد وضعیت سره مخ کړ.

افغان حکومت باید په دې غونډه کې دا مسئله مطرح کړي او څرگنده کړي چې له نړیوالو څه غواړي او د افغانستان پر وړاندې د هغوی مسوولیت څه دی؟ په تېره په دغه هیواد کې د جنگ او سولې د برخلیک په اړه.

نړیواله ټولنه په خلاصو سترگو ویني چې هره ورځ په جگړو کې خلک په تېره ښځې او ماشومان وژل کېږي او بشري حقونه نقض کېږي. دا ټولنه ولې پر دومره وژنو او ویجاړیو سترگې پټوي؟ ایا نړیوال دا زغم لري چې واوري د تاوتریخوالي له کبله یوازې په یوه میاشت کې ۲۷ ماشومان ووژل شي او په لسگونه نور ټپیان شي؟ دوی په کوم جرم او په کومه گناه وژل کېږي؟

د ښکېلو ډلو ترمنځ سوله نه رامنځته کېدل د افغانانو یوه لویه اندېښنه ده، دوی پوښتي چې افغان حکومت د سولې لپاره کوم کارونه ترسره کړۑ او وروسته کوم هغه کارونه ترسره کولای شي چۑ سوله یقیني کړي.

په ورته ډول خلک له طالبانو هم پوښتنې لري. دوی د سولې او مذاکرې بهیر د چټکېدو او د تاوتریخوالۑ د کمیدو لپاره څه کارونه باید ترسره کړي چې خلکو ته د سولې په نسبت د دوی رښتنې اراده تمثیل کړي؟ بالاخره طالبان سوله غواړي او که جنگ؟ که سوله غواړي او په رښتیا له سیاسي لارو د افغان جگړې د حل غوښتونکي وي، د دوی له خوا بیا جگړې او تاوتریخوالي ته دوام او شدت ورکول په څه معنا دي؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA