ads

ایا د جګړې ډګرونه بدلېږي؟

د هېواد پر یو شمېر لویو ښارونو د طالبانو له بریدونو وروسته، د امریکا هوايي ځواکونه یو ځل بیا را میدان ته شوي او د طالبانو پر سنګرونو هوايي بمبارۍ کوي. خو پوښتنه دا ده چې امریکا له دې بریدونو څه غواړي او آیا دومداره بڼه به ولري او که د بهرنیو ځواکونو تر پوره وتلو وروسته پای ته رسېږي. که داسې وي، حالت به څنګه کېږي او پړه به یې د چا په غاړه وي؟

کلید
17 زمری 1400
ایا د جګړې ډګرونه بدلېږي؟

دا بمبارۍ او بریدونه تر لویه بریده د جېټ او بې ۵۲ډوله الوتکو په وسیله په جوزجان، هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې، چې د طالبانو له پراخو حملو سره مخامخ دي، ترسره کېږي.
د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د امریکايي ځواکونو د بې ۵۲ الوتکو په وروستيو بریدونو کې چې په شبرغان کې شوي، شاوخوا ۲۰۰تنه طالبان وژل شوي او نېږدې سل نقیله وسایط یې ویجاړ شوي دي. طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
په ورته وخت کې غربي رسنیو ویلي چې دا حملې او بریدونه د امریکا متحده ایالاتونو د جمهور رییس جو بایډن په لارښوونه له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار ترسره کېږي او غواړي په دې توګه د طالبانو د قدرت‌طلبۍ مخه ونیول شي.
دا چې دغه بریدونه به په واقعي معنا تر کومې د جګړې برخلیک بدل او د طالبانو مخنیوی وکړي، هغه مسله ده چې وروسته به معلومه شي، خو پوځي مبصرین دمګړۍ د امریکا له دغې پرېکړې څخه ملاتړ کوي او په ټوله کې په دې تمه دي چې د جګړې په ډګرونو کې به د لوی بدلون او پرمختګ سبب شي.
سربېره پر دې یو شمېر مبصرین بیا په دې باور دي چې د دغه ملاتړ دوام به دا زمینه برابروي چې طالبان د سولې وړاندیزونو پر وړاندې تمکین وکړي او یو ځل بیا به د مذاکرې مېز ته راوګرځي؛ د مذاکرې هغه مېز ته چې له میاشتو، میاشتو راهیسې د جدي خبرو اترو راپورونه ترې نه‌ورکول کېږي.
خو سربېره پر دې یو شمېر افغانان په دې عقیده دي چې امریکا په لوی لاس، په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پراختیا زمینه برابره کړې او د اوسني ناسم وضعیت ټوله پړه ورګرځي.
خلک سربېره پر دې چې د «سولې هڅو له پر ثمره کېدو» دمخه له هېواد څخه د وتلو په برخه کې د امریکا بېړنۍ تصمیم‌نیونې ته ګوته نیسي، دا پرېکړه له افغان حکومت سره د امضا شوي ستراتیژیک تړون خلاف عمل هم ګڼي.
د دوی په باور، همدا تصمیم‌نیونه د دې سبب شوه چې طالبان، امریکايي ځواکونه مات شوي وګڼي، جرئت ومومي او د «مذاکرې او سوله‌ییزو هڅو» پر ځای «زور» د خپلې بریا راز وګڼي.
په هرحال اوس چې له افغانستان څخه د امریکایانو او ناټو ځواکونو له وتلو سره سره، د امریکا هوايي بریدونه د افغان ځواکونو په ملاتړ ترسره کېږي، پوښتنه دا ده چې دغه ملاتړ به اوږدمهاله وي او که د اګېست له ۳۱مې وروسته چې تقریبا د بهرنیانو د حضور پای تمثیلوي، پای ومومي؟ د منتقدینو په باور که دغه ملاتړ پای مومي او موقتي اړخ لري، نو بدیل یې څه کېدلی شي؟ ایا شونې ده چې په دغه پاتې مودې کې د سولې هڅې په ناببره توګه نتیجه ورکړي او که د جګړو زیاتوالی، شدت، د ملکي او پوځي تلفاتو ناورین به د عراق په څېر افغانستان ته یو ځل بیا د امریکایانو او نورو بهرنیانو پښه راکاږي؟ او بالاخره که چېرې له دغسې وضعیت سره مخامخ شو، پړه به یې د چا پر غاړه وي او څوک به د تاریخ په هنداره کې محکوم وګڼل شي؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA