ads

پاکستان څنګه اعتراف ته اړ شوی؟

تبصره ۲۸ جون ۲۰۲۱

کلید
7 چنګاښ 1400
پاکستان څنګه اعتراف ته اړ شوی؟

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په خپلو تازه څرګندو سره د افغانستان په چارو کې د دغه هيواد په لاسوهنو اعتراف وکړ. د نوموړي دا اعتراف په داسې حال کې دی چې پاکستان تر دې مخکې تل د افغانستان په چارو کې له هر ډول لاسوهنو انکار کړی او نړۍ ته يې داسې ښودلي چې ګواکې په افغانستان کې لګيدلي اور ته پکی نه وهي او د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوال ائتلاف ملاتړ کوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد؛ ویلي دا چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي، نو له همدې کبله د هغوی مړي او ټپيان دغه هيواد ته لېږدول کېږي. خو په تېرو شلو کلونو کې افغان حکومت بیا بیا شکایت کړی چې مخالفان يې په پاکستان کې پراخ پټنځایونه او روزنځایونه لري، خو دا چې نړۍ پرې غوږ نه دی ګرولی، د پوښتنې وړ موضوع ده.

شیخ رشید احمد وروسته له هغه د افغانستان په چارو کې د پاکستان پر لاسوهنو اعتراف وکړ چې د افغانستان جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان په جګړه کې د پاکستان  لاسوهنو په اړه د امریکا متحده ایالاتو ته د یو لړ سندونو او شواهدو د وړاندې کولو خبره وکړه.

شنونکي په دې باور دي چې افغان چارواکو امریکا ته له خپل وروستي سفر نه یوه ښه ګټه دا پورته کړې چې د افغانستان په موضوع کې يې د ګاونډیو هیوادونو له لاسوهنو پرده پورته کړې او دا هغه څه دي چې پاکستان وار له مخه ورته اندېښمن و. مخکې تر دې چې يو جگپوړی پلاوی د جمهور رییس غني په مشرۍ د امریکا متحده ایالاتو ته په سفر لاړ شي، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي وو چې غني نباید امریکا ته له پاکستان څخه شکایت وکړي.

د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې د پاکستان د کړنو په نسبت د امریکا په دریځونو کې بدلون رامنځته شوی او يا د رامنځته کېدو په حال کې دی او پاکستان هڅه کوي چې خپلې ناوړه کړنې د سیمې هیوادونو او په تېره د افغانستان په اړه پټې وساتي او په دې ډول له هغو فرصتونو ګټه پورته کړي چې لا يې هم په واک کې دي.

امریکا ته د پاکستان لاسوهنو په اړه د افغانستان له خوا د اسنادو وړاندې کول دا راښيي چې دې کار پاکستان وارخطا کړی او په دې لټه کې دی چې د تېښتې لار ولټوي او ځانته د برائت موندنې هڅه وکړي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستی اعتراف يې ښه بېلګه کېدای شي.

شنونکي وايي که چېرته افغانستان د پاکستان لاسوهنو په تړاو یوازې د اسنادو په وړاندې کولو قناعت ونه کړي او دا اسناد له ټولو نړیوالو سره شریک کړي او له هغوی په دې تړاو د غبرګون ښودلو غوښتنه وکړي، بې له شکه په خپل وخت به یو پر ځای اقدام وي. که چېرته داسې ونه کړي او لکه تېر وخت غیر فعاله دپلوماسی وکاروي، هم به په خپله له خورا سترو ستونزو سره مخ شي او هم به افغانستان له کړکېچ سره مخامخ کړي.

دا اندېښنه ځکه مطرح کېږي چې دا اوس هم افغان چارواکي له حسن نیت د کار اخیستلو هڅه کوي. د افغانستان جمهوري ریاست لومړي مرستیال وروسته له هغه چې امریکا ته د پاکستان مداخلو په اړه د اسنادو او شواهدو خبره شریکه کړه، ويې ويل چې پاکستان د طالبانو د مېلمه پال په توګه، کولای شي په افغان سوله کې د لمس وړ ونډه ولوبوي.

افغانان د پاکستان اوسنیو اندېښنو او وارخطايیو ته په پام وايي چې نور نو هغه وخت رارسیدلی چې امریکا او نړیواله ټولنه چپ پاتې نه شي او پاکستان تر فشار لاندې راولي ترڅو په واقعي بڼه په افغانستان کې سولې او ثبات ته لار اواره شي.

افغانان په دې باور دي که چېرته امریکا د افغان حکومت له لوري د افغانستان په جګړه کې د پاکستان لاسوهنو په تړاو د ورکړ شویو اسنادو باوجود غلې پاتې شي او د پاکستان کورنیو چارو وزیر له وروستی اعتراف په څنګ تېره شي، په کار ده چې افغان حکومت د کابل او واشنګټن ترمنځ پر شوي امنیتي توافق‎ له سره کتنه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA