ads

د امریکا سفر او څو پوښتنې

تبصره ۲۳جون ۲۰۲۱

کلید
2 چنګاښ 1400
د امریکا سفر او څو پوښتنې

په داسې حال کې چې افغانستان له ډېرو حساسو جنګي شرایطو سره مخامخ دی، جمهور رییس غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د یوه لوی پلاوي په ملتیا د امریکا په سفر دي. دا سفر د امریکا جمهور رییس جو بایډن په بلنه ترسره شوی او په پام کې ده چې د جون په ۲۵مه یعنې د جمعې په ورځ له جمهور رییس غني، له بایډن سره په سپینه ماڼۍ کې له نږدې وګوري.
دا چې په مشخصه توګه به په دغه لیدنه کې پر کومو موضوعاتو بحث وشي، له وخت مخکې ده، خو په ټوله کې د افغان مبصرینو له لوري دا سفر خورا مهم عنوانېږي او دا هیله څرګندوي چې د افغانستان سولې او جګړې او حتا راتلونکې ثبات او اړیکو باندې مثبته اغېزه وښندي.
له دغه ټول اهمیت او هیلو سره سره چې له دغه سفر څخه کېږي او ان پاکستاني چارواکي یې له وړاندې وارخطا کړي او وېره لري چې جمهور رییس غني به ترې شکایتونه وکړي، ځینې نورې اندېښنې او پوښتنې هم د مطرح کېدو وړ دي.
تر ټولو اساسي او محوري موضوع چې د افغانانو له‌پاره په دغه سفر کې اهمیت لري، هغه دا ده چې د جمهور رییس غني او ورسره مل پلاوي یې د دغه سفر له‌پاره باید مشخصه اجنډا او برنامه درلودای او حتا له وړاندې یې له ولس سره شریکه کړې وای چې د افغان حکومت رهبري له امریکا څخه څه غواړي او په دغه سفر کې کوم مسایل او موضوعات تعقیبېږي او بالاخره د دوی احتمالي تمې ترې څه دي؟ خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د موجوده وضعیت له تحلیل او تجزیې څخه دا نتیجه اخیستل کېږي چې ګواکې د افغان حکومت رهبري دې له کومې مشخصې اجنډا پرته دغه سفر پیل کړی وي.
سربېره پر دې بله مسئله چې په دې منځ کې د پام وړ ده او د خلکو توجه جلبوي، هغه د پلاوي لوی او پراخ ترکیب دی. ویل کېږي چې په دغه سفر کې به له جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره، د جمهوري ریاست اول معاون، د امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر، د سولې مرکچي پلاوي ځینې غړي، لومړی مېرمن او ډېر نور کسان شامل وي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د روابطو او یا نورو مهمو موضوعاتو په اړه یوازې له جمهور رییس غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې نه‌شوای کولای چې دومره لوی پلاوی غوره شو؟ له بلې خوا پوښتنه دا ده چې په موجوده شرایطو کې ایا رښتیا هم دغسې یو لوی ترکیب او پلاوي ته اړتیا وه؟ ایا دا مسئله خو به د افغان چارواکو په نسبت د امریکا بې‌اعتمادي نه‌ښيي؟ یا له بل لوري ایا د دغسې یو لوی ترکیب غوره کول خو به په دې معنا نه‌وي چې د حکومت په دننه کې هم باورمندۍ او اعتماد سر خوړلی او که څنګه؟
په هر حال د دې ټولو پوښتنو، اندېښنو او کمبودیو با وجود هیله کېږي چې د دغه ملاقات بحثونه خورا ګټورې پایلې ولري او د افغانانو د توقع مطابق د سولې او جګړې پر محوري اجنډا په کې بحثونه وشي او د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو دمخه د افغانستان سولې روان بهیر د بري څرکونه ووهي، جګړه کمه او یا بنده شي او د سولې بین‌الافغاني مذاکرات چې له بن بست سره مخ دي چټکتیا پیدا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA