ads

امریکا ته سفر، د پاکستان اندېښنې او د افغانانو هیلې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې جګړو شدت موندلی او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د وتو له‌پاره پر چمتووالي بوخت دي، د امریکا له جمهور رییس جوبایډن سره د افغانستان مشرتابه د لیدنې مهم‌والی په دې کې دی چې د افغانانو د غوښتنو پر بنسټ ولاړې طرحې او غوښتنې له مقابل لوري سره شریک کړي او د هغو عواملو د افشا کولو هڅه وکړي چې د افغان سولې مخه یې ډب کړې او د جګړو د دوام زړي دي.

محمدخان بریال
31 غبرګولی 1400
امریکا ته سفر، د پاکستان اندېښنې او د افغانانو هیلې

پتېیل شوې چې د جون پر ۲۵ نېټه د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په واشنګټن کې د امریکا له جمهور رییس جو بایډن سره لیدنه وکړي. که څه هم ویل شوي چې دا لیدنه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د امریکا او افغانستان د اړیکو پر څرنګوالي او دوام راڅرخي، خو اوسنیو حالاتو او د پاکستان وروستیو اندېښنو ته په پام دا سفر کېدای شي ځینې داسې ځانګړنې هم ولري چې د حکومت او جمهوریت دريځ چې تراوسه په کمه سترګه ورته کتل شوي، یو څه پیاوړی شي.
تر دې سفر څو ورځې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو چې اشرف غني امریکا ته په سفر کې نباید له پاکستان څخه شکایت وکړي. له دې خبرې داسې ښکاري چې امریکا اوس د افغان حکومت له خوا د داسې خبرو د اورېدو لیوالتیا لري او کېدای شي په نړیواله کچه د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ پیکه کړي.
په تېرو ۴۰کلونو کې نړۍ او په تېره امریکا تل افغانستان ته د پاکستان له عینکو کتلي او له همدې کبله د افغانانو هیلې او غوښتنې دومره په نظر کې نه‌دي نیول شوې. که افغان‌ مشرتابه په دې سفر کې له منظمې اجنډا سره چې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ ولاړه وي، نه د واک د ساتلو او بقا پر اجنډ، ګډون وکړي، ممکنه ده چې دا سفر د افغانستان او د افغانانو د ګټو خوندي کولو لپاره ډېر مهم او له لاسته راوړنو ډک وي. له دې پرته یوه تشریفاتي هڅه ګڼل کېدایشي.
د دغه سفر یو اهمیت په دې کې هم دی چې د امریکا په غوښتنه ترسره کېږي او د ویلو لپاره کوم پیغام په کې نغښتی، دا چې دا پیغام به څه وي، امریکا ترې څه غواړي او افغان مشرتابه د هغه پر وړاندې څه دریځ خپلوي، هغه څه دي چې تر سفر وروسته او یا د سفر او خبرو اترو په بهیر کې به معلوم شي.
خو یو څه چې د اروپایي ټولنې له وروستیو اندېښنو اټکلېدای شي، ممکن امریکا وغواړي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو دمخه د افغان سولې بهیر یوې پایلې ته ورسيږي؛ خو مهمه دا ده چې دا کار د افغان ولس د غوښتنو پر اساس بڼه خپله کړي او د واک د وېش هڅه نه وي. ځکه داسې یوه هڅه په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د رامنځته کېدو سبب کېدای نه شي.
د افغانانو تمه دا ده چې امریکا د دوی غوښتنو او هغو واقعیتونو ته په پام چې د افغانستان امن او ثبات ننګوي، له افغان حکومت سره په راتلونکي کې د خپلو دوامدارو اړیکو او مرستو پر سر داسې یوې پریکړې او جوړجاړي ته ورسیږي چې افغانستان ته د افغانستان له عینکو وکتل شي.
دا چې ولس نور له روان وضعیت څخه ستړی شوی، تمه لري چې دغه سفر د افغان سولې پر بهیر او د جنګ په درولو هم مثبته اغېزه ولري.
یو شمېر منتقدین وایي،که افغان مشرتابه او سیاسي مشران په واک کې د پاتې کېدو په لټه کې نه‌وي، دا امکان شته چې امریکا ته دا قناعت ورکړي چې له طالبانو سره پر خپلو اړیکو بیا فکر وکړي. بې له شکه دا بیا هغه څه دي چې د جنګ په اوسني وضعیت کې ممکن ورسره بدلون رامنځ ته شي او د سولې هڅې چټکتیا ومومي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA