افغان امنیتي چارواکي په داسې حال کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې له یو شمېر ولسوالیو څخه د امنیتي ځواکونو وتل او تاکتیکي شاتګ د خپلو عملیاتي پروګرامونو برخه ګڼي چې له یوې خوا د یو شمېر له لاسه ورکړو ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې نهترسترګو کېږي، او له بل لوري د پوځي تاکتیکونو له مخې داسې یوه چاره او پروګرام، خورا سترې ستونزې او ننګونې رامنځ ته کوي چې هم به یې کابو کول ناشوني وي او هم به د باور کړکېچ رامنځ ته کوي.
وروسته له هغه چې په استانبول کې د سولې ناستې طرحه وړاندې شوه او وویل شول چې پرېکنده ناسته به وي، د افغانستان په ګڼو سیمو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ جګړو هم زور واخیست چې د ګڼو پوځي او ملکي تلفاتو او خلکو د بېځایه کېدلو ترڅنګ یو شمېر ولسوالۍ هم د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.
له کومې ورځې چې خلک د ځینو ولسوالیو د لاس په لاس کېدلو شاهدان دي، دفاع وزارت د تاکتیکي شاتګونو او وتلو خبره کوي او وایي، دا د عملیاتي پروګرامونو برخه ده.
خو خلک پر دې خبرو ځکه قناعت نهکوي چې عملیاتي پروګرامونه د لنډ وخت او مهال لپاره وي چې خپل مقابل لوری استحکاماتو ته وخت ونهمومي او که داسې وشول، له لاسه ورکړې سیمې به بیا په ګرانه تر واک لاندې راشي او هغه هم د ډېرو تلفاتو په زغملو سره.
د تاکتیکي شاتګونو مسئلې په اوسنۍ کچه یو لړ پوښتنې رامنځ ته کړې دي. خلک وايي داسې خو به نهوي چې د ولسوالیو له لاسه ورکول د افغان ځواکونو له کمزوري مدیریته سرچینه اخیستې وي او یا د ځواکونو تر منځ نههمغږۍ دې دا ستونزه رامنځ ته کړې وي؟
د دې پوښتنو په مطرح کولو سره د خلکو اندېښنه دا ده چې امنیتي چارواکي د خپلو کاري کمزوریو د پټولو هڅه کې وي نه د امنیت د ټینګولو.
که داسې نهوي نو په دې برخه کې اساسي پوښتنه دا ده چې ستونزه په کوم ځای کې ريښه لري؟ ایا ارګ او د ملي امنیت شورا دې مسئلو ته توجه نهکوي او یا نور سیاسي زدوبندونه د دغې بېپروایۍ سبب شوې دي؟
که داسې نهوي آیا دې ته اړتیا نه لیدل کېږي چې د امنیتي ادارهچیانو په کچه دې بدلونونه رامنځ ته شي، او دغه لړۍ دې د قول اردوګانو او امنیه قومندانیو د قومندانانو تر ادلون بدلون او تبدیلۍ وغځېږي؟
په هر حال اوس دا د حکومت مسوولیت دی چې نور باید له دغه حالت څخه ځان وباسي او په جدي ډول د امنیت خوندیتوب او ولسوالیو او ولایتونو د ساتلو پوره هڅه وکړي او د خپلې امنیتي ستراتیژۍ کمزورۍ په نښه او د رغون لهپاره یې لاس په کار شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ