ads

په ننګرهار کې پر ښوونیز بهیر د کرونا ناوړه اغېزې

که څه هم کرونا ویروس د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې پر ښوونیزو او تعلیمي ادارو ناوړې اغېزې درلودې، خو د دغه هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې یې پر ښوونیز کال تر نورو ډېرې بدې اغېزې کړې دي.

Taj Wali Ghorzang
17 غویی 1400
په ننګرهار کې پر ښوونیز بهیر د کرونا ناوړه اغېزې
ننګرهار کرونا

ننګرهار د افغانستان تود ولایت دی، چې ښوونیز کال یې له نورو ولایتونو سره توپیر لري.

د دغه ولایت د پوهنتون او ښوونځيو زده کوونکي وایي، کرونا ویروس یې د زده کړو بهیر ځنډولای او سخت ټکنی کړی و چې له امله یې د دوی پر راتلوونکو ښوونیزو کلونو بد سیوری غوړولی دی.

دوی زیاتوي، که څه هم د دولت له لوري ورته په انلاین، راډیو او تلویزیون له د زده کړو زمینه برابره شوې وه، خو په وینا یې، د اړتیا وړ توکو نشت هغه څه وو چې د دوی د زده کړو بهیر مخه یې نیولې وه.

د ننګرهار ولایت د زده کوونکو په خبره، انټرنېټ او برېښنا ته نه لاس رسی، هغه څه وو چې دوی نشو کولای، څو د انلاین او تلویزیون له لارې خپلې زده کړې یې څارلې وای.

د دغه ولایت اوسېدونکې او د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیاله «شبنم اخندزاده» چې لا یې هم د کرونا ویروس له امله په څېره کې مایوسي ښکاري وایي، د کرونا ویروس له امله تر ټاکلي وخت څو میاشتې وروسته فارغه شوه چې دې چارې یې د لوړو زده کړو لپاره لوی ارمانونه یو څه بې خونده کړي دي.

د نوموړې په وینا، که کرونا ویروس نه وای، ښایي اوس به یې د ماسټرۍ یو سمیسټر هم خلاص کړی و، خو په خبره یې، د کرونا ویروس له امله یې زده کړې وځنډې دې چې لا یې هم د ماسټرۍ ارمان پر ځای پاتې دی.

«کرونا ویروس که رښتیا ووایم، زما په ښوونیزو چارو او ارمانونو سخت ګوزار وکړ، ځکه زما ارمان و چې وختي له زده کړو فارغه شم او بیا ژر تر ژره ماسټري وکړم، خو کرونا ویروس مې دغه ارمان نیمګړی کړ.»

په ورته مهال د ننګرهار ولایت یوه بله اوسېدونکې او د طب پوهنځي زده کړیاله رڼا هم وایي، د کرونا ویروس له امله یې زده کړې شاته پاتې شوې او دې چارې یې د ژوند ارمانونه پیکه کړي دي.

نوموړې زیاتوي، د هرې نجلۍ دا لوی ارمان وي چې له پوهنتون مخکې خلاصه شي او ژر تر ژره د خپلو زده کړو ارمانونو او هېلو ته ورسېږي، خو په وینا یې، د کرونا ویروس له امله یې زده کړې وځنډېدې او د دوی د زده کړې بهیر یې داسې وځاپه چې دوی یې هېڅ تصور هم نه کاوه.

د اغلې رڼا په وینا، د کرونا ویروس پر مهال که څه هم دوی ته انلاین زده کړې ورکول کېدې، خو په خبره یې، د انلاین زده کړو پر مهال به له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

د رڼا په خبره، د کرونا ویروس پر مهال د دوی یو تدریسي کتاب هم تر پایه ونه لوستل شو او ډېری تدریسي کتابونه یې په نیمایي کې پاتې شول.

«د طب زده کړې له نورو سره یوڅه توپیر دا لري چې ډېری مسایل یې په عملي بڼه تدریسېږي، خو د کرونا ویروس له امله زموږ ډېری مهم درسونه له دا ډول اسانتیاو بې برخې شول او دې چارې سخته خواشینې کړې یم.»

په ننګرهار کې یوازې د پوهنتونونو زده کړیالان نه دي چې د کرونا ویروس له امله سر ټکوي، بلکې ډېری د ښوونځيو زده کوونکي هم وایي، کرونا ویروس یې د ښوونیز کال نیمه برخه ترې واخیسته.

د دوی په خبره، که څه هم دولت ورته د انلاین زده کړو غم خوړلی و، خو په وینا یې، د ډېریو زده کوونکو د کمزوري اقتصاد له امله نشو کولای، څو انلاین زده کړو ته لاس رسي ولري.

د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکي وایي، انلاین زده کړې د دوی لپاره ځکه سختې وې چې دوی نشو کولای په ارزانه بیه انټرنېټ او همداراز یې د برېښنا نشت یو بله جدي مسله یاده کړه چې له انلاین او تلویزیوني زده کړو یې بې برخې کړي وو.

د ننګرهار د ښوونځیو زده کوونکي همداراز د هغو شېبو یادونه هم کوي چې د کرونا ویروس له امله یې رواني حالت ګډوډ شوی و. دوی وایي، په ننګرهار کې چې کله کرونا ناروغي خوره شوه، نو نه یوازې یې له دوی زده کړې پاتې کړې، بلکې دا ویره هم ورسره مله شوه چې هسې نه کرونا ویروس یې ونیسي او بیا ترې ونه رغېږي.

د ننګرهار ولایت د تجربوي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکی عتیق الرحمن وایي، کرونا ویروس تر ټولو لوی تاوان د ده ټولګیوالو ته اړولی. ځکه په خبره، دوی د دولسم ټولګي زده کوونکي دي او په مخ کې یې د کانکور ستره ازموینه هم وه.

عتیق الرحمن چې سږ کال له دولسم ټولګي فارغېږي، زړه یې له یو عالم ارمانونو ډک دی، خو کرونا ویروس یې دغه ارمانونه یو څه بې رنګه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دوی د کرونا ویروس له امله «کانکور ازموینې» ته چمتوالی ونه نیو او دا هغه څه وو چې لا هم دوی له رواني اړخه ځوروي.


کلید ګروپ په فیسبوک کې وګورئ


د عتیق الرحمن په خبره، لا هم ځورېږي چې هسې نه د راتلوونکي کانکور په ازموینه کې پاتې راشي.

«زما لوی ارمان دا دی چې یو وخت د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالی شم، خو د کرونا ویروس له امله مې سمې زده کړې ونه کړي، ځکه زموږ په زده کړو کې ډېر لوی واټن رامنځ ته شو او دې چارې زموږ زده کړې ټکنې کړې او اوس ځورېږم چې هسې نه په کانکور کې بریالی نه شم.»

بل لور ته د ننګرهار د پوهنې ریاست هم مني چې د کرونا ویروس له امله د دغه ولایت ښوونیزې کړنې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست وایي، ننګرهار هغه ولاتی دی چې ښوونیز کال پکې پر دوو برخو وېشل کېږي.

د ننګرهار د پوهنې رییس حسیب الله شینواری وایي، د کرونا ویروس له امله د دغه ولایت د تودو سیمو زده کوونکي تر ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

د نوموړي په وینا، د تودو سیمو زده کوونکو ته ځکه تر سړو سیمو لوی زیان واوښته چې د دوی د زده کړو ځنځیري لړۍ پرې شوه.

ښاغلی شینواری همداراز د دغه ولایت د سړو سیمو زده کوونکو په اړه هم وویل چې دوی بیا هېڅ ښوونیز کال پیل نشوو.

د پوهنې رییس دغه راز په ننګرهار کې د انلاین، راډیو او تلویزیون له لارې زده کړو په اړه هم زیاته کړه، د دوی په ټوله کې هڅه دا وه چې د زده کوونکو له زده کړو سره لړۍ پرې نشي.

«کرونا ویروس د ننګرهار تودو سیمو زده کوونکو ته تر نورو ډېر زیان واړوه، ځکه د دوی ښوونیز کال په نیمایي کې پاتې شو، خو د سړو سیمو زده کوونکو بیا هېڅ تعلیمي کال پيل نشو. د تودو سیمو زده کوونکو له ښوونیز کال سره هغه ځنځیري لړۍ پرې شوه چې دې چارې دوی ته سخت زیان واړوه. که څه هم موږ په ننګرهار کې انلاین زده کړو لړۍ هم پیل کړه، څو زده کوونکي له زده کړو بهیر سره تړلي پاتې شي.»

په ورته مهال د ننګرهار ولایت مدني فعالان وایي، کرونا ویروس نه یوازې ښوونیزې او تعلیمي ادارې وځپلې، بلکې د دغه ولایت ډېری برخې یې له سختو کړکیچونو سره مخ کړې وې.

دوی زیاتوي، په ننګرهار کې د ډېریو اوسېدونکو کمزوری اقتصاد هغه ستونزه وه چې د کرونا ویروس له امله یې ډېر اغېزمن کړل.

د یاد ولایت د مدني فعالانو په خبره، د خلکو کمزوری اقتصادي حالت هغه مسله وه چې دوی ونه توانېدل څو خپلو اولادنو ته د کرونا ویروس پر مهال د زده کړو زمینه برابره کړي.

مدني فعال حیات الله حمیدي وایي، د کرونا ویروس له امله د دوی ماشومان له زده کړو یو کال شاته پاتې شول.

دی زیاتوي، یو کال شاته پاتوالی د دغه ولایت زده کوونکو او زده کړیالانو لپاره یوه لویه تشه ده.

نوموړي دغه راز دا هم وویل، کرونا ویروس نه یوازې د ننګرهار ولایت ښوونیزې او تعلیمي چارې وځپلې، بلکې ډېری سکټورونه یې زیانمن کړل.

حمیدي وویل، بیا هم ددغه ولایت تعلیمي ادارې، لکه څنګه چې په نورو ولایتونو کې کرونا ویروس وځپلې، په امن نه وې.

حمیدي زیاتوي، د زده کوونکو یوه لویه ستونزه دا هم ده چې کله له ښوونځیو او پوهنتونونو رخصت شي، بیا د کتاب مخ هم نه ګوري.

د نوموړي په وینا، بل لورته د کورنیو غړي هم په ماشومانو او ځوانانو فشار نه راولي، څو خپلې زده کړې په کور کې وکړي.

«د افغانستان نورو ولایتونو په څېر دلته هم ډېری ښوونیزې ادارې کرونا ویروس سختې وځپلې او دې چارې د ننګرهار ولایت د زده کوونکو تعلیمي کال حتی یو کال شاته پاتې کړ. که څه هم د دولت لوري ورته انلاین زده کړو زمینه برابره شوه، خو ځانګړې اغېزه یې نه لرله.»

دا په داسې حال کې ده چې کرونا ویروس لا هم د افغانستان په ګډون د نړۍ ټولې تعلیمي او ښوونیزې ادارې له ننګونو سره مخ کړي دي.

بل لور ته داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې دا مهال افغانستان د کرونا ویروس له نوې بڼې سره هم مخ شوی دی.

چارواکي لا هم ټينګار کوي چې خلک دې د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

په ورته مهال د روغتیا وزارت له څو اوونیو راهیسې عامو خلکو ته هم د کرونا ویروس د واکسینو پلي کول پیل کړي دي. د چارواکو په خبره، تر اوسه ۶۷ زره کسان واکسین شوي دي. روغتیا وزارت پلان لري چې د راتلونکي میلادي کال تر پایه د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي واکسین شي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له پیله بیا تر اوسه تر ۶۱ زره ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، ۲۶۶۴ مړه او ۵۳ زره او ۷۵۰ نور بیا ترې رغېدلي دي.


ډېر یې ولولئ:






کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA